ځانمرګی او حورې

يو ځانمرګي چې له بمونو ډک واسکټ يې اغوستی و  غوښتل يې چې ځان د خلکو په منځ کې والوزوي. همدا چې د بدل پاکستاني واسکټ تکمه يې ووهله نو بېهوشه شو. کله چې په روغتون کې په هوش راغی نو يوې خوا ته يې يوه نرسه او بلې خوا ته يې بله ولاړه وه. ځانمرګي له يوې نرسې پوښتنه وکړه چې:نورې 70 حورې چېرته دي؟