کترینه اوس هم د سلمان خان له لاسه ځورېږي

د کترینه کیف او سلمان خان د مینې له کیسې خو به خبر واست، وروسته یې بیا له رنبیر کپور سره هم د مینې اوازو ښه زور واخیست او تر ننه یې کیسې روانې دي، خو تازه خبر دا دی چې سلمان خان کترینه کیف له رېس۳ فلم څخه راګرځولې ده.
هندۍ رسنۍ لیکي، کترینه کیف اوس‌ له سلمان خان سره د ټایګر زنده هې فلم په عکس بندۍ بوخته ده، خو په رېس۳ فلم کې یې د مرکزي رول تر سره کولو خبرې هم پای ته رسیدلې وې چې د سلمان خان له مخالفت سره مخ شوه.
سلمان خان ویلي، نه غواړي له کترینې سره په یوه وخت دوه فلمونه جوړ کړي، له همدې کبله یې شاید د کترینې ځای جیکولن ته ورکړل شي او هغه د رېس۳ فلم په مرکزي رول کې را ښکاره شي.
کترینه د سلمان خان په دې کار خفه شوې هم ده، خو سلمان خان په دې پخلا ساتلې چې هغه یوه ستورې ده او نه یې باید په یوه ځل دوه فلمونه بازار ته وړاندې شي.