
د کرزي د حکومت که څوک هر څومره غیبت وکړي کمه ده او که خدای مې غاړه نه بندوي نو غاړه یې هم پرې نه بندیږي بلکې که په افغان قوم یې د زړه له درده وکړي نو الله تعالی به اجر هم ور کړي. د کرزي حکومت د هغو غلو او داړه مارانو سره ورته دی چې تر غلا او داړې وروسته لوټ شوی مال په خپل منځ کې سره ویشي. کرزي ټولټاکنې وګټلې او څوکۍ یې د خپلو ملګرو تر منځ د لوټ شوي مال په څېر ووېشلې چې البته هغو ته یې په کې ډېره برخه ور کړه چې سترګه یې ترې سوځېده او هغه وهل او ټکول یې یادېدل چې هغوی د خپل واک پر مهال ور کړي وه. خو زما په فکر کرزی ډېر هوښیار دی ځکه دی له هغه چا ډېر ډارېږي چې له الله تعالی نه ډارېږي.
کرزي په تېرو ورځو کې څو نوي والیان پر دندو وګمارل چې زه یې دلته یوازې د یوه والي په اړه له خپلو هېوادوالو سره یوه خاطره شریکوم.
تر لطف الله مشعل وروسته چې یو ناکام والي ورته ویلای شو او د مشعل پر ځای یې په لغمان کې یوه شمع هم بله نه کړه د کرزي صیب په داړه کې د ننګرهار ولایت د ښوونې او روزنې پخواني رییس اقبال عزیزي ته د لغمان ولایت په برخه ورسېد.
اقبال عزیزي به د ننګرهار خلک تر ما ښه پېژني او تر هغوی پکتیاوال او ډېرې دوسیې او کړه وړه به یې ور ته معلوم وي خو زه یې یوازې د قالینو د غله په نوم پېژنم او هغه هم د ناکام غله په نوم.
د ننګرهار والي شېرزي ته دې، سره له دې چې ډول ته بېخي ټینګېږي نه، الله تعالی ډېر اجر ور کړي چې ننګرهار ولایت ته یې د خپلو پیسو له زکات څخه هم یوه برخه ځانګړې کړې وه. د کامې پله ته څېرمه د پښتونستان په نوم یو متوسط ښوونځی شتون لري چې شېرزی یې یوه ورځ لیدو ته ورغلی و او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې ور سره خبرې کړې وې چې د ښوونځي مسؤلینو د ښوونځي د اړوندو نورو اړتیاوو په ګډون د یو شمېر غالیو او تغرونو غوښتنه ترې هم کړې وه.
نوره کیسه به د پښتونستان ښوونځي د هغه مهال له سر معلم نه واورو، سر معلم صیب داسې وايي: ما دا ګمان نه کاوه چې شېرزی دې موږ ته هغه سامان چې موږ یې ترې غوښتنه کړې وه، راوړي خو یوه ورځ څه ګورم چې د ښوونځي پر انګړ له سامانه ډکه لارۍ راننوته او شېرزی یې تر شا را ورسېد، ما ژر اجیرانو ته کړه چې سامان راکوز کړي خو شېرزي اجیران له دې منع کړل او په خپله یې لاسونه بډ وهل او راوړې غالۍ یې را کوزې کړې او آن ټولګیو ته یې ورسولې، پر دې یې هم بسنه ونه کړه، زده کوونکو لاندې یې وغوړولې او هغوی ته یې کړه چې راشئ بچیانو اوس پرې کښېنئ چې زه مو وګورم، پر غالیو تر کښېناستو وروسته یې زده کوونکو ته څو خبرې وکړې او سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او ما ته کړه چې استاده دا زما مسؤلیت وه ځکه مې ستا اجیرانو ته اجازه ور نه کړه.
شېرزي صیب یوه بله ځواني هم وکړه او استادان او اجیران یې هم له زکاته بې برخې نه کړل.
څه موده چې تېره شوه د ننګرهار ولایت د ښوونې او روزنې پخواني رییس اقبال عزیزي زه خپل دفتر ته ور وغوښتم او ما ته یې کړه چې مهرباني وکړه او هغه غالۍ ما ته راوړه، ما ور ته کړه شېرزي صیب امر کړی چې دا به چا ته نه ور کوې خو که ته بیا هم ټینګار کوې نو مهرباني وکړه یوه ټوټه خط راکړه زه به په دواړو سترګو غالۍ تاسو ته راوړم. له دې سره سم اقبال عزیزي راته وویل چې داسې ده نو بیا ځه لاړ شه بیا به ګورو.
څو ورځې تېرې شوې نه وې چې ښاغلي اقبال عزیزي زه له خپلې دندې ګوښه کړم سره له دې چې زه په خپل مسلک کې تر شلو کلونو زیاته تجربه لرم خو زما ګناه څرګنده ده او هغه هم له اقبال عزیزي سره د غالیو په غلا کې نه ګډون دی!
له دې خبرې چې د کلي مشران خبر شول نو په سبا یې اقبال عزیزي ته ورغلل او یوه سپین ګیري چې حاجي صیب سیدعالم نومیږي، اقبال عزیزي ته داسې خبرې وکړې چې څوک به یې سپي ته هم ونه کړي. حاجي صیب سیدعالم اقبال عزیزي ته وویل: ای رییسه هغه د قالینو غل ته یې! خبر نه یې چې د قیامت پر ورځ به دې د..... په منځ کې یوه جنډه ولاړه وي او که د پښتونستان ښوونځي د قالینو په غلا کې بریالی شوی وې نو د نورو غلاوو تر څنګ به دا هم په کې ځړول شوې وای. له دې خبرو سره اقبال عزیزي هک پک شو، ځکه چې داسې څه یې واورېدل چې نه یې پلار ور ته ویلي وه او نه هم د جومات ملا.
له اقبال عزیزي سره تر کتنې وروسته زموږ د کلي مشرانو دننګرهار ولایتي شورا له ځینو غړو سره په داسې حال کې روغبړ وکړ چې عزیزي راکتل، حاجي صیب سید عالم له نوموړو څخه د ټیلیفون شمېرې وغوښتې او هغوی ور ته په ورین تندي کړه چې حاجي صیب موږ دې ټول په چوپړ کې یو چې له دې سره د اقبال عزیزي سترګې نورې هم پسې خړې شوې او ورځ نیمه تېره نه وه چې زما د ټاکلو امر یې صادر کړ خو دا ځل د سر معلم په توګه نه بلکې د یو عادي معلم په توګه.
له دې لیکنې زما موخه دا وه چې کرزی ته ووایم: له الله تعالی نه وډار شه، ځکه چې ستا د هر وزیر، والي او بل چارواکي په ګناه کې ته هم شریک یې نو پر دې اساس ته هم د پښتونستان ښوونځي د غالیو غلا کې شریک وې خو شکر باسه چې پارټنر دې ناکام شو او لږ تر لږه د قالینو له باره دې اوږې سپکې شوې.
اقبال عزیزي د پیر سید احمد ګیلاني له داړه مارانو څخه دی او هغه ته هم ورته توصیه کوم.
پاتې شو په خپله اقبال عزیزي هغه ته دومره ویل غواړم چې د قیامت په ورځ خو دې شرمېدل حتمي دي، خو لغمانیان هم خر په ونه خېژوینه، نور دې خوښه خپله، خولۍ دې خپله ده که په تندي یې ږدې او که په څټ.