
د هندي سېنما مشهوره کورنۍ چې کلونه یې مور و پلار پر بالیووډ راج چلولی، ښکاري چې نور څنډې ته شوې دي.
د دهرمیندرا او هیما ملاني نومونه به مو ډېر اورېدلی وي، هغه دوه کسان چې د میني له پاره یې مذهب پرېښود، خو اوس د بالیووډ پر اسمان د دې کورنۍ ستوري ډېر نه ځلېږي او همدا دلیل دی چې په دې وروستیو کې فلم جوړوونکې کمپنۍ زړه نه ښه کوي چې کار ورسره وکړي.
سنيدېول چې د خپل وخت مشهور ستوری و او اوس یې یو نیم فلم نندارې ته وړاندې کېږي، له خپل ورور بوبيدېول سره د خپل نوي فلم پوسټربوایز د پروموشن پر مهال ویلي، دا یې ډېر ځوروي چې ورور یې څوک په فلم کې نه اخلي، ځکه هغه داسې ستوری دی چې ډېر وځلېده، خو یو دم هر څه سرچپه شول.
سنيدېول دا خبرې داسې مهال کولې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې او په ماڼېجن حالت کې یې پر فلم جوړوونکیو نیوکه کوله چې بوبيدېول ته د کار زمینه نه برابروي.