د چندې صندوق

 
له څېرې منظم چې کاري رسمي جامې یې پرتن وې، په جيب کې یې شین قلم ټومبلی وو، په کوم رنګ چې بوټي زرغونیږي ، د خپل څيښتن ستاینه کوي ،همدې ملګري ته په درنښت ډیره مودبانه ،دوستانه ،متواضع او مینه ناک چلند کوي .همدا څه به وي ، چې له چاسره دوکه نه کوي ،ناوړه ګټه ترې نه اخلي ،دارزښتونو خلاف ژبه نه کاروي ،د خپلې ایماندارۍ خیال ساتي او د الفاظو جوړښت  اوسلوک یې  تجربه کار ښکاروي .
د خوړنځي د دروازې له تړلو وروسته یې سلام ، کلام او احترام وړاندې کړ، اېخوا او دېخوا یې وکتل، ترڅو وړ او ارام ځای ومومي ، سره له دې چې خوړنځي د ننه ګڼه ګوڼه زیاته وه ، په د بیروبارکې یې ایله د وروستي قطارپه چوکۍ کې ورته د ناستې ځای پیدا شو ، کله چې کیناست مخکې تر دې چې د پخلنځي څخه د خپلې خوښې برابر خوړو غوښتنه وکړي ، ښي لاس ته ناست  ملګري یې خواړه بس کړل ، د لاسونو په پورته کولو سره یې د ډوډۍ دعا په خوله راوړله ، له خپله ځایه وپاڅید، ویې ویل: موږته کوم خذمت شته ؟  او له دې وروسته یې د رستوارنت د خزانه  دار خواته قدمونه ورلنډ کړل.
قلموال چې د څنګ د ملګري لوښي ولیدل چې ترنیمایي زیات خواړه په کې سلامت پاتې دي، په ذهن کې یې څه را تېرشول، لستوڼي یې بډ وهل، د روزي رسونکي څېښتن نوم یې واخیست، د خوړو په خوړلو یې پیل وکړ، چې پدې سره د خزانه دار سترګې رډې وډې اوښتې را اوښتې خود ویلو لپاره یې شونډې ونه غوړېدلې، د دې نندارې کتونکو لږ څه وخندل، نوموړي چورت هم پرې خراب نه کړ، په بېغمه زړه یې خوړلو لړۍ مخکې یوړه، د واکمن پالونکي ذات شکر یې ادا کړ، د شته ګډونوالو څخه په رخصت د محاسبې میز ته هسکه غاړه لکه منصور چې د خپلې مینې انجام ته ودرېد، د پوره خوارک پيسې یې ورکړې، د خوا یې وکتل چې صندوق هم د ښه راغلاست او مخه ښې په لیکه کې ځای نیولی دی، پرې لیکل شوي وو ((د اړمنو لپاره د چندې صندوق)) ويې لوستل، د پوه خوراک پیسې یې په ښه نیت ورواچولې، د خدای پامان د غږ سره او د لاس په اوچتولو یې خوړنځی پرېښود.