غزل

غزل
هر سړی تر خپل مطلبه پورې یار دی چې مطلب یې شي پوره نو بیا اغیار دی په راحت کې به دې هر یو سړی یار وي په سختۍ کې در نه هر سړی بېزار دی که دې دوست که دې ملګری دې زمان کې تـړل شـوی د مـقـصد په نــري تار دی نن اکثر د زمانې شول خود غرضه که عاشق دی که معشوق او که ریبار دی د دوستۍ تمه ترې مه کوئ عالمه د وفا لاپې چې څوک کړي جفاکار دی چې خپل سر د خپل دلبره څخه زار کړي ما امین مسعود ته داسې یار پکار دی