
جلان د پنځون د حقیقتونو ښه انځور ګر او د بشر د اعترافونو ښه ویاند دی
خبریې ؟ د ګلپاڼو موسکاوینې غورځوي
ژوولي په پستو شونډو سپرلیو انګارونه
پوښتې مو نوره څله چې ژوند څه دی حالت څه دی
جانانه موږ للو کړل په زړګیو انګارونه
زه شاعر نه یم، لیکوال هم نه یم خو کله کله مې چې زړه وغواړي د خپل احساس غوښتنې او د تخیل انځور ټایپلی او لیکلی شم. زه چې هر وخت غواړم یو څه ولیکم په لومړۍ سریزه کې غواړم په ټینګار سره ووایم چې دا زما د نیمګړي او خالي ذهن نیمګړي انځورونه دي چې ژوند، ملګرو او واقعیتونو پرې لیک کړي دي، اوس هم یوځل بیا وایم چې د یوه شاعر په کلمو او محتوا خبرې کول آسانه خبره نده که هر څومره سړی وغواړي په یوه کوچنۍ محدوده کې خپلې خبرې متمرکزې کړي، زه هم د جلان په سمندر سمندر مطلبونو د څه لیکلو جوګه نه یم خو هغه دریڅې چې ما د ژوند او پېچلو معناګانو په لور د جلان په شعرونو کې کتلې دي غواړم د هغې څه لنډه یادونه وکړم، هیله ده هغه کسان چې د دې وړتیا لري زما په دې نیمګړو لیکلو په ما غوسه نشي.
ماته به یوه جمله ډېر کله په زړه پورې ښکارېده، هغه دا چې له لږ سوچ وروسته به مې له ځان سره ویل چې فکر پدې په کار دی چې څنګه بشر د ژوندون چل زده کړی؟، ښايي په ځان مې هم ډېر کله خندا راغلې وې چې ډېر کوچنی یم او له ډېرو کوچنیو خیالونو سره په نښتو وزرونو غواړم د پنځون په دومره پراخه دښته پرواز وکړم چې تر ننه پکې له موږ څخه د ټولو وړاندینیو مخلوقاتو وزرونه سوځېدلي دي، خو کله کله یو یو څوک وینم چې که په ریښتیا پرې الوت نه کوي خو کرار هم ندی ناست په کلماتو کې یې ټول پنځون ته اشارې کړې او که لاس یې ورته ندی رسېدلی په کلمو یې د فتح کولو کوښښ ډېر کړی؛ نه پوهېږم دا ر کومه مهمه ده خو ماته مهمه بریښي.
بشر ډېر نور چلونه هم په یاد کې لري، ته وا زه ښه نادیده یم ډېرې کوچنۍ پېښې مې په تخیلي وجود منګولې ټینګې کړي او کله کله خو ښه ډېر ورته په سوچ کې کېنم او کله کله یې کیسه هم ولیکم؛ خو هر وخت راته په زړه پورې دا وي چې په کلمه د پنځون او ژوندانه فتح کول ډېر کله آسانه بریښي، په تېره بیا چې د یوه ستر شاعر شعرونه در پورته کړې او پکې د بشري ژوند نندارې ته کېنې دا به هم ښايي په زړه پورې نه وي خو لیکل یې زما په اند اړین برېښېدل.
ډېر کله به چې د کیسې لیکنې په نیت پورته شوم د کیسې لیکنې اړتیا به مې پام ځان ته وګرځاوه، له ځانه به مې وپوښتل چې: ولې لیکم؟ له لږ ځنډ وروسته به مې ذهن بیا د بشر د پیاوړي ذهن په تاریخي اړتیاوو او لاسته راوړنو کې په انځورګرۍ بوخت شو خو د ولې ولې کلمه به تر پایه را مطرح شوه په همدې منځ او میان کې به مې د ښو کلمو په موندلو کې د کمزورتیا احساس وکړ، دا پدې معنا چې داسې خبر او کلمې ومومم چې د ذهن په توره پرده خپور انځور پرې سم وګورم او نورو ته هم د لیدلو وړ شي؛ خو غواړم ووایم چې هر څوک ښايي ونشي کولای.
یو دنګ ځوان چې آرامې او ټیټې خبرې کوي، ټوله ورځ په دفتري کارونو بوخت وي او د غرمې په ډوډۍ هم ډېرې پیسې نه ورکوي شعر لیکي، تر دې ځایه یې ټول پیژنو چې جلان دی او شعرونه لیکي خو ماته کله فکر را پیدا شي چې جیلاني جلان به وي، شعرونه به هم لیکي لیکوال به هم وي، خو ښايي موږ به یې بیا هم نه پیژنو...
ښايي ډېرو لیکوالانو، کره کتونکو او شاعرانو به د جیلاني جلان شعرونه لوستي وي، د قافیې او ردیف او دغه راز د سندریز والي او روان والي یا هم د جذابوالي او مفاهیمو په څیر په ګڼو ځانګړنو او برخو به یې نظرونه ورکړي وي ښايي تر ډېره به یې د ښو ستاینه کړې وي؛ خو زه د هغه په شعرونو کې داسې پیاوړي انځور ته ځیر شم چې ښايي د ډېرو لږو شاعرانو، لیکوالانو او کره کتونکو په آثارو کې یې لوستلای شو.
دا چې شاعر نه یم او چېرته مې نقد هم ندی لیکلی له همدې امله به وي چې غواړم دا تکراري خبره را یاده کړم چې د شعري کلمو تر شا د شاعر ستره انځورګري ډېره مهمه ده، د نازکخیالۍ رمزونه، ښې تشبیه ګانې او استعارې او ښه شعري صفات ټول یوه ښه شاعر ته بایده دي، خو کوم شاعر چې زه یې نه پېژنم هغه دقیقاً د همدې برخې ساحر دی.
څو کاله وړاندې او حتی دا اوس چې کله له راډیوګانو او یا هم مخامخ له شاعرانو اورم ډېری وايي زه عاشق وم چې شاعر شوم، یا عشق او مینه د دې لامل شوه چې شاعر شم، زما د ذهن په پرده په بیړه د بې وفا جانان یو تت انځور تیر شي او نېغ په نېغه د نګار خوني سترګې، نېغ باڼه، سپین مخ او نور تکراري شاعرانه الفاظ مې سترګو ته ودریږي، خدای دې ما د هغو عاشقو شاعرانو په ګناه نه نیسي فکر کوم دوی ته ټپې د مینې د اظهار ښه لاره ده خو کوم عاشق چې کله کله د نګار له بدن، غم، وصال او احساس څخه پرته نور څه شعر کړي کور یې ودان کنه نور زما مطلب داندی چې خدای مکړه کوم عاشق ته ووایم چې شعر مه
لیکی، خو بیا هم وایم چې په عاشقو شاعرانو کې دا ځینې یې ډېر ښکلي شي.
پورته جمله مې تر دې اوږده کړه چې د جلان د عاشقۍ او شاعرۍ بحث ته لاره ومومم، زه خو خپله چې د جلان شعرونه لولم داسې احساس را ولاړ شي لکه څو ګامه وړاندې چې نګار ولاړ دی او جلان ورته د مینې منظومې کلمې له خولې څخه باسي، او یواځې یې دا ټوله شاعري د یوه ښکلي مخاطب د خبرولو نارې دي، او زه خو خپل نظر وایم، والله چې خوند هم کوي، اوس راځم دې چې اغیز یې چېرې؟
شاعر زړګي ته مې خمار د تودې مینې ورکړه
چې مرورې زمانې درته سپرلي راوړي
او
د بنګاوو د یاغیستان ډېوې به لامستې شي
که د خیرنو رڼاګانو رنګ زړګي راوړي
آه دنګ جلان دې په چاکو پرې شوې پاڼه بوله
د بېوسۍ سيلۍ یې یو خوا بل خوا وړي راوړي
دا طبیعت، ژوند، ښه، بد، رڼا، تیاره، مفهوم، ابهام، حقیقت او هرڅه هرڅه او تر ټولو مهم دا چې خلقت دا خو ټول لیدلای شي، هر انسان که وغواړي دا لیدلای شي، که هر څوک وغواړي ښايي فکر هم پرې وکولای شي ډېر لږ کسان به وي چې داسې وړتیاوې ونلري چې دا پنځون درک کړي؛ شاعر خو له همدې څیزونو څخه لیکي، لیکوال هم له همدې څیزونو څخه لیکي، دا فلسفې، علوم، تخیل او انساني فکر او لید خو محدود دی په همدې پنځون کې په همدې خلقت پورې بند دی، فکر نه کوم بشر د خلقت لدې کړۍ بهر د لید توان ولري، که دا کار وکړي اغیز به یې هومره نه وي چې چېرته څوک وپوهوي؟ نو بیا ولې هر انسان نه لیکي؟ ..
. او مهمه دا چې هر انسان کولای شي؟
دنګ جلان هم د یوه انسان په توګه ددې څیزونو د درک وړتیا لري او په پنځون فکر کولای شي او کوي یې، جلان هم له همدې پنځون څخه لیکي، درست لکه بل هر شاعر او بل هر لیکوال او حتی بل څوک؛ خو...
ما تر اوسه د ډېرو شاعرانو په اړه لیکل شوې مقالې لوستې ښايي نقدونه ورته ووایو، هلته ښايي تقریباً په هر یوه کې دا یادونه شوې وي چې ښکلې کلمې یې انتخاب کړي دي، خو زه د جلان په اړه بل څه وايم چې ښکلې کلمې یې ندي انتخاب کړې بلکې ایله یې پر ځای کلمې پیدا کړې دي.
زه یو بې سواد کس یم، کله چې د یوه لیکوال یا شاعر اثر ته یو څه ځیر او غلی شم لومړی احساس مې دا وي چې دا لیکوال ډېر غواړي د پنځون حقیقتونه او خپل بشري اعترافونه او احساسونه ولیکي خو ډېری یې پاتې راغلي ښکاري، زه په هماغه تله غواړم جلان وتلم، که تاسې د جلان شعرونه لوستي وي دا یو ټکی چې کله کله پکې یوه داسې کلمه لولو چې تر شا یې د خدای زور حقیقتونه او اعترافونه پټ وي د دې ښودنه کوي چې د جلان وړ کلمې له ښکلو کلمو سره توپیر لري، ښايي ووایم چې د بشري مفهوم د رسولو دود یې ډېر بدل دی...
ما لومړی وویل چې ډېر کمزوری یم، کله چې ونشم کولای یو ستر مفهوم لکه د جلان وړتیاوې غوندې په څو کلمو کې راونغاړم بیا نو په ځان ډېر غوسه یم همدا اوس فکر کوم چې نشم کولای دا مفهوم لوستونکو ته ورسوم چې جلان د پنځون د حقیقتونو ښه انځور ګر او د بشر د اعترافونو ښه ویاند دی، او د دې ټولو لپاره یې وړ او مناسب کلمات موندلي دي.
درد مې د فن جامې اغوستې غزل خوان دی
اوس مې زړه د یوه حسن ترجمان دی
ټول بدن یې د ستم د کفر کور شو
یو لیمو کې یې نظر ناست مسلمان دی
په خوږو پستو کیسو کې زموږ مرګ دی
اخ د سرو غشو باران زموږ درمان دی
د یو چا مرګ کلی دا رنګې خاموش کړ
ته به وایې چې یو چولی بیابان دی
سید جیلاني جلان لکه څرنګه چې ما وړاندې هم وویل زه یې نه پېژنم، ځکه پېژندل یې یو څه ګران دي، که څه هم ښايي هر شعر داسې وي خو د جلان د هر بیت تر شا د مفهومونو کلی ډېر پراخ دی، ځکه یواځې د مینې په خبرو کې د نګار په انځورګرۍ پورې محدود ندی، په ډېر قوت یې د داسې مفهومونو په لور کړکۍ پرانستې دي چې د ډېرو لږو کسانو به په وس پوره وي.
جلان په ښار کې کلیوال ځوان دی، لوړې زده کړې هم اوس تعقیبوي خو کومو مفاهیمو ته چې هغه پخوا دریڅې پرانستې وې او اوس یې پرانیزي سړي سره کله فکر پیدا شي چې دا جلان د ښو سترو موخو په لور په سفر وتی، ښايي دا یو ډول شعاري خبرې وي خو زه همداسې فکر کوم چې جلان ښه سياسي، ټولنیز او علمي مفاهیم راټول کړي او خوند خو یې پدې کې دی چې په یوه بیت کې به سیاسي شعار ګورې دا بل بیت به د نګار په مخ ویښتان ستايي.
ملګرو ځکه مو ځوانۍ د مستۍ اور نه کوي
لارې ګونګۍ دي قدمونه پکې شور نه کوي
د زمانو له ګردابو مې را ایستلی شي خو
جانان له دوو ګوتو نیولی یمه زور نه کوي
جلان مازدیګر له رسمي وخت څخه څو دقیقې وړاندې کور ته روان شي خو سهار لا اته بجې نه وي شوې چې دفتر ته لاړ شي، ډېر کله شعرونه لولي خو کله کله لږ غوسه هم ښکارېږي، له خپل کلي یې پیل کړي، تر قوم، ملک او حتی د ملک تر تاریخ پورې یوه نرۍ تبصره را واخلي، حیران به دې کړي چې په غوسه کې خبرې کوي، زه خپله هم ځیر شم دا شاعران او لیکوالان چې له ټولنې دي او ټولنې ته هم مخامخ ولاړ دي ډېر کله په مشرانو غوسه وي د جلان په شعرونو کې هم دې مفهوم ته شارټ کټونه ډېر وتلي.
چې د حیا او د شرم نوم لاندې یې پټ تېروي
د دې ټولنې بې مانې منفي رازونه سپړم
د زور او واک په تور قالب کې یې چې څه بند کړي
نور یې نړۍ ته دا جاهل جاهل کارونه سپړم
خو د شعر او شاعر په همدې ځانګړنه خپله هم تل فکر کوي، یا به زه ترې داسې اخیستون لرم.
دا سایل څوک دی؟ په زړه کې راته ناست دی
پښتونخوا غوندې په خوله کې راته ناست دی
د نغمو پلار مستانه کاروان یې بولي
دسندرو شنه ځنګله کې راته ناست دی
پسرلی د تفکر فلسفې وايي
د هیندارو راڼه غره کې راته ناست دی
دا دنیا مو د پښتو بې زوره مه شه
درویش ویښ د ننګ شلمه کې راته ناست دی
او د خپلو دې بې معنا خبرو په پای کې:
جذبه جذبه فطرت مې سرو لمبو ته غېږه ورکړه
په داسې لېونتوب مې لیونی تخیل مړ کړ
سندرې تویدې ترې لکه پاڼې له چناره
یو څو شوخو بڼو زما زلمی تخیل مړ کړ
یا...
د زمانو د نفسیاتي څیرو کې داسې کیسې
مونږ یې د ذهن د پردو شاته هم پټې لولو
سړې دې نشي د سالمې سیالۍ ګرمې جګړې
د شعور زېرمې ډکوو بلې سکروټې لولو
خو دا به زما وروستۍ خبره وي چې جلان که د یوه شاعر او یوه لیکوال او یا هم کره کتونکي له نظره هر رنګه شاعر دی خو زما له نظره د جلان د کلمو او مفاهیمو په زور د بشریت د ژوندانه اعترافونه او د پنځون حقیقتونه ډېر په بریالۍ توګه اوډل شوي دي، ادعا کولای شم چې ډېر لږ کسان کولای شي داسې انځور او داسې مفهوم په مناسبو کلمو کې په منظمه توګه ونښلوي، جلان هم مینه پالي او هم د ادب د فلسفې د ریښو خړوبولو ته د ښکلو مفاهیمو ښه انځورګري کولای شي.
فکر کولو ته اړ ایستل آسانه کار ندی خو تر ټولو ستره اړتیا او مهم ضرورت دی، جلان په خپلو شعرونو کې دا کار ډېر په مهارت کړی دی، زه د کره کتونکو په څېر نه غواړم له خپلو وړتیاوو څخه په استفادې د هغه دا ځانګړنه وڅېړم خو دا درته په ډاګه وېلی شم چې که څوک د جلان شعرونه لولي فکر کولو ته به هم اړ کېږي او زما له نظره دا کار ډېر مهم او ډېر ګران دی.
جلان اوس ځوان دی، ډېر کله خو په سترو مسایلو چرت هم نه خرابوي، خو په راتلونکي کې به د جلان د شعرونو انځور د بشریت د مطالعې لپاره سخت چلونه راوښيي، د هغه د مفاهیمو کلي ګانې داسې کلمې دي چې د هر چا زده دي خو که اوس یې په شعرونو کې د نګار د ستاینې تله یو څه درنه ده په راتلونکي کې به د هغه فلسفي خبرې د مفهوم له اړخه لا پخې شي او په ډېره آسانۍ به پکې د بشر اعترافونه لوستلی شو.
زه یو ځل بیا وایم چې دا لیکلي مې یواځې د جلان د لوستنې لپاره کړي دي، نه کره کتنه ده او نه هم کومه داسې لیکنه چې څه اړتیا به یې وه یا به هم په درد ولګي، له همدې امله خبرې لنډوم، جلان ته د اوږده عمر او خوشحالیو دعا کوم.
عبد الله الهام جمالزى