د کرکټ بورډ چارواکی واییچې دا ځل په شپږېزه لیګ کې میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې ده.
او د اول ځل لپاره د کرکټ شپږیزه لیګ پانګونې ته ورکړو. شپږ کمپنۍ وتوانیدې شپږ ټيمونه او لوبغاړي واخلي. موږ وتوانېدو چې ۱۲۵ میلیونه افغانۍ پانګونه وشي په دې لیګ کې.
کابل بازان، بوست ساتونکي، امو نهنګان، سپين غر زمریان، بند امیر ښاماران او مس عینک اتلان د شپږیزه په کرکټ لیګ کې شامل شپږ لوبډلې دي.
د شپږیزه په کرکټ لیګ کې دا ځل د نړۍ مشهور کرکټران هم افغانستان ته راغلي دي.
د پاکستان، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، عمان، عربي متحده اماراتو، بنګلهدیش او زمبابوې ځینې مشهوره لوبغاړي په دې لیګ کې د لوبېدو لپاره کابل ته تللي دي.
مشهوره پخوانۍ کرکټي څیرې سنټ جسوریا، هرشیل ګیبز او عبدالرزاق هم په دې لیګ کې د روزونکو او لوبغاړو په توګه کار کوي.
وروستي