د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د شپږم پړاو پيل شو

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د شپږم پړاو لومړنۍ لوبې دوه میاشتې وړاندې د هېواد په ۸ حوزو کې پیل او د هرې لوبډلې لپاره ۲۱ لوبغاړي غوره کړل شول.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ شپږم پړاو، د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې د شاهین اسمايي او سپین غر بازان لوبډلو له لوبې سره پیل شوه.
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د شپږم پړاو په پرانستغونډه کې، د حکومتي چارواکو او د ولسي جرګې د غړو او ښځو په ګډون په زرګونه ننداره چیانو ګډون کړی وه.
د ننداره چیانو په ډله کې د حکومت د رسنیو د مرکز رییس صدیق صدیقي هم وه او هغه وویل:«دا لوبه (فوټبال) باید وده وکړي او ډېر ځوانان باید دغې لوبې ته مخه کړي.
د ښوونځي زده‎کوونکې عایشه دانش په دې اړه وویل:«واقعاً ډېره مهمه ده چې ښځې دنارینه ‎په‎څېر دلته راشي او سیالۍ له نېږدې وويني.
تر راتلونکو شپږو اوونیو پورې به دغه شین لوبغالۍ د خلکو له خوښیو او ولولو ډک وي او د خلک به د لوبو شیبې په خوښۍ کې تیرې کړي.