د انشټاين په زړه پورې معما!!!؟




ژباړه : نوراحمد عايل
ددې معما طراح البرټ انشټاين دى، دده په وينا: يوازې د نړۍ ٢% وګړي دا معما حل کولاى شي ،هېڅ چل ول پکې نشته. يوازې په محض منطق حل کېداى شي.
معما
١_ د يوه سړک پر غاړه ٥ کورونه دي هر کور ځانته ځانگړى رنګ لري.
٢_ په هر کور کې د بېل ،بېل ملت څخه يو،يو سړى ژوند کوي.
٣_ دا ٥ د کور واکداران مختلف مشروبات څښي(يو د بل په شان مشروب نه څـښي)،ډول ډول سګرېټ څکوي(البته يود بل په څېرسګرېټ نه څکوي)او هريو بېل بېل حيوان په کور کې ساتي(يو د بل په شان حيوان نه ساتي)

پوښتنه: له دوى څخه کوم يو په کور کې کبان ساتي؟
 

لارښوونه:
١_ انگرېزسړى په سور رنگه کور کې ژوند کوي.
٢_ سويډنى سړى يو سپى لري
٣_ ډنمارکى سړى چاى څښي
٤_ شين رنگه کور د سپين رنگه کور په کيڼ اړخ کې واقع دى.
٥_ د شين رنگه کور خاوند قهوه څـښي
٦_ هغه سړى چې Pall Mall سګرېټ څکوي په کور کې مرغۍ روزي.
٧_ د ژېړ رنگه کور خاوند Dunhill سګرېټ څکوي.
٨_ هغه سړى چې د ټولو کورونو په منځ کې يې کور دى شيدې څـښي.
٩_ ناروې يى (ناروېژى)سړى په لومړني کور کې اوسي.
١٠_ د کورهغه مالک چې Blends سګرېټ څکوي د هغه سړي د کور په خواکې اوسي چې پيشو ساتي
١١_ هغه دکور خاوند چې اس ساتي د هغه سړي د کور په خوا کې اوسي چې Dunhillسګرېټ څکوي.
١٢_ هغه د کورخاوند چې Blue Masterسګرېټ څکوي د ويالې اوبه څښي.
١٣_ جرمنى سړى prince سګرېټ څکوي.
١٤_ ناروې يي سړى د ابي رنگه کور تر څنګ کور لري.
١٥_ هغه سړى چې blendsسګرېټ څکوي داسې ګاونډى لري چې اوبه څښي.
هيله من يوو ځواب يې پيدا شي.