بې والي ولايت او بې امنيه قوماندان قومانداني

د پورته عنوان په لوستلو سره غواړم چې ګرانو وطنوالو ته ورپه یاد کړم چې د ګران افغانستان په جنوب کې داسې یو ولایت لرو چې دا پنځه شپږ میاشتې کیږي چې تر اوسه نه والي لري او نه د امنیه قوماندان ، دا چې ولې يي نلري پدې دقیق قضاوت نشم کولای خو احتمالي به دومره ووایم چې شاید دا به دې دولت بې غوري هم وي چې دا درې څلور میاشتې د یوه ولایت لپاره دوی والي او امنیه قوماندان نشي ټاکلی، دا ولایت د افغانستان په جنوب کې البته د افغانستان په تاريخ کې د ګران هېواد یو برخلیک ټاکونکی ولایت په نوم هم نومول شوی، خو بیا هم د نوم اخیستل يي ځکه ضرور بولم تر څو لوستونکو ته ښه روښانه شي.
درنو لوستونکو دا  د خوست ولایت دی چې د څه مودې راهیسې د نامعلومو دلایلو له کبله نه والي لري او نه امنیه قوماندان، او ددغه دوو تشو پوستونو له وجهې په دغه ولایت کې هر ډول پرمختګ په ټپه ولاړ دی، چې ورځ تر بلې دلته هر څه مخ په خرابیدو دي.
یو وخت د خوست نه څو کسان پلازمینې کابل ته د ریس جمهور لیدنې ته لاړ وه چې دغو کسانو د خپلې لیدنې په موقع د ریس جمهور څخه دا غوښتنه هم کړي وه چې د خوست کدرونه ته په خپل دولت کې ځای ورکړه او ده  په ځواب کې ورته ویلي وه چې خوست کدرونه نلري او که درلودلی يی نو ما به حتما ورته ځای ورکړی وه، دا چې خوست څومره علمي او نظامي کدرونه لري ، نو که چیرې مونږه یو پل وروسته لاړ شو او د ډاکتر نجیب حکومت ته سر ورښکاره کړو نو په هغې کې به ووینو چې په ډيرو مهمو او کلیدي پوستنو خوستوالو کار کولو، خو دا چې ریس جمهور له دغه کار څخه ناخبري ښودلې شاید دا به يې د کومې رخې پر بنیاد کړي وي .
زه ډير نه غواړم چې د خوستوالو علمي او نظامي کدرونو صفت وکړم خو دومره به ووایم چې شاید پدې حکومت کې به دوی د کومې نړیوالې ټولنې ملاتړ به نه لري، او که چیرې داسې وای شاید چې اوس به خوستوال هم د نورو ولایتونو په شان په دولت کې ونډه درلودی، خو زه دومره ریس جمهور ته لیکم، چې مونږه علمي او نظامي قدرونه لرو خو بهرنی پشتیوانه نلرو، مونږه په وطن او خاوره مین علمي او نظامي سټې لرو خو په اوسني نظام کې محروم او محکوم دي.
غواړم دغه موضوع ته له یوې بلې زاويې هم وګورم، هغه دا چې له کله نه چې نړیوال د طالبانو له ریژیم پرزیدلو وروسته افغانستان ته راغلل نو دوی هغه نظامي قدرونه چې په تیر کې دغه خاورې او ولس ته يي د ښه خدمت او وفاداری بریالی ازموینه ورکړي وه هغه دوی په کور کینول او ډي ډي ار (بې وسلې کول) په نامه يي له نظامي څوکیو را وغورځول.
دا چې ددوي په بې وسلې کولو سره دولت او نړیوالو څه بدیل لرلو هغه دا وه چې تر ډيره په نظامې برخه کې هغو کسانو ته ونډه ورکړل شوه چې نه يي نظامې زده کړې درلودې او نه يي نظامي تجربې ، که د یوه وړوکي مثال په توګه يي یادونه وکړم هغه دې د پولیسو په لیکو کې ناروزل شوي پولیس ،چې پدغه کار سره نړیوالو او دولت داسې تیروتنه وکړه چې جبران به يي ډير وخت ونیسي، او تر ډيره دغه تیروتنه دولت او هم نړیوالو ته په لوړه بیه تمامه شوله.
دا چې اوس دولت او هم نړیوالو ټولنې خپلو تیروتنو ته پام شوی نو که چیرې دوی همدغه شان د خپلو غلطیو د اصلاح هڅه وکړي نو لیرې نده چې د نړیوالو او افغان دولت دا هڅې به بریالی شي.
دا چې خبره رانه ډيره اږده نشي او لوستونکي هم په تنګ نشي، نو غواړم چې په اصل موضوع یو څه نور هم ور ایضافه کړم، دلته درې مسالې مطرح شولې .
۱: ولې دولت خوست ته والي او امنیه قوماندان نه رالیږي ؟
۲: که رالیږيي نو باید څوک راولیږي؟
۳: ایا په خوست کې داسې کدرونه شته چې دا تشې ډکې کړي ؟
زه دا وایم چې نور دې دولت پدې کې سستي نه کوي او زر دې خوست ته والي او امنیه قوماندان را ولیږي ، او که چیرې يي دا کار ونکړو نوپه خوست کې به وضعه نوره هم بتره شي.
دوهم دا چې خوست لپاره کرزی چې هر څوک رالیږی نو باید داسې کس وي چې هغه وطن ته د ښه خدمت او وفادرای بریالی ازموینه ورکړي وي.
دریم دا چې په خوست کې داسې قدرونه شته چې دا پورته تشې ډکې کړي،زه د مثال په ډول د خوست امنیه قوماندانی تشې لپاره د یوه داسې نظامې کس نوم یادوم چې وروسته دې لوستونکي خپله پدې باندې قضاوت وکړي چې ایا دغه کس ددې وړ ندی چې د خوست امنیه قوماندان دې شي؟
جنرال سخي الرحمن چې د خوست ولایت د اسماعیلخیلو مندوزیو ولسوالی اړوند د ډډوالو د قوم د کنډیو کلي اوسیدونکی دی، یو پنځوس کاله عمر لري، ده تر دولسمه د خوست ولایت د څړبن په عالي لیسه کې زده کړې کړيدي، او له هغې وروسته نوموړی په ۱۳۵۷ کال کې د وخت نظام کې په یوه دولتي ماموریت سره بریالی شوو، دا چې نوموړي د خپلې خاورې او اوردو سره ځانګړي مینه درلوده نو د یوه مستعجل کورس له تعقیب نه وروسته ده د افسر په توګه خپله دنده پيل کړه، نوموړي د خپل خاص لیاقت له مخې مختلفې دندې اجرا کړلې چې ددغو دندو له اجرا وروسته نوموړي حربي پوهنتون ته د ( سويي امتحان ) له مخې بریالی شو، نوموړي د حربي پوهنتون څخه په ښه درجه بریالی دیپلوم تر لاسه کړی، ده د حربي پوهنتون تر څنګ د خپلي نظامي پوهې د لوړولو په خاطر د اوردو د افسرانو د عالي کورس د قوماندانیت او ادارې په برخه کې د شپږو میاشتو کورس هم ویلی،ده د خپلو زده کړو وروسته د وخت په نظام کې د بلوکمشر، ټولی مشر ، کنډک مشر ، غنډ مشر او اوپراسیون مشر په صفت په مختلیفو وختونو کې دندې ترسره کړي.
ده په اوسني نظام کې هم په خوست کې د خپل وطن او خاورې سره د ځانګړې مینې له وجهې د تیرو شپږو کالونو په موده کې د خوست ولایتي قواوو مشري پر غاړه درلوده، د خوست ولایتي قواوو نظامي قطعه په خوست کې د نړیوالو ځواکونو تر څار لاندې د خوست نورو وسلوالو ځواکونو ( ملي اوردو، ملي پولیس، سرحدي پولیس او ملي امنیت ) سره یو ځای د وطن او خاورې په دفاع کې په داخل او سرحد کې فعالیت کوي.
نو زما په اند که چیرې جنرال سخې الرحمن د خوست امنیه قوماندان شي ، ډیر به موثر وي، ځکه چې هغه خو اول مسلکي شخص دی چې په نظامي برخه کې ځانګړي زده کړې لري او بله خبره دا چې نوموړی د خوست له امنیتي وضعي سره ښه بلدتیا لري، د یادولو ده چې دای د خوست اولسونو او دودونو سره هم کافي بلدتیا لري، نور دلایل هم شته خو زه نه غواړم چې لوستونکي يي په ویلو ستړي کړم.
په هر صورت دا چې د خوست لعلونه په ایرو کې پټ دي او اوسني نظام په هره وجه چې وي هغومره پام ورته ندی کړی چې دا لعلونه د دخاورو راوباسي، او ترې ګټه پورته کړي، نو مونږه خپل غږ په دغه لیکنه کې اوچتوو او داسې وایو، چې کرزی صیب خیر دی که خوستوال بهرنی پشتیوانه نلري خو ستا خو يي سخت ملاتړ کړی نو ته يي هم ملاتړ وکړه.
فرهاد خوستوال
کابل