
د نفرتو خبرې پرېږدئ
دا د جنګ جګړو خبرې پرېږدئ
وطن له زموږ نه د سوکالۍ هیله لرینه
راځئ چې ټول په اتفاق شو
د دوښمن مخ ته کلک دیوال شو
وطن زموږ نه د اتحاد هیله لرینه
وطن به موږ ګل ګلزار کړو
دا شیطانان به لرې ګذار کړو
وطن زموږ نه د ابادۍ هیله لرینه
ټول مرور سره په خولا کړو
ختمه به دغه دسیسه کړو
وطن زموږ نه د خوشالۍ هیله لرینه
راځئ چې جوړ افغانستان کړو
نړۍ سره سیال افغانستان کړو
وطن زموږ نه د سیالي هیله لرینه
راځئ چې ښاد بازمحمد کړو
دغه نفرت خانه خراب کړو
وطن زموږ نه د ښادۍ هیله لرینه