د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې یو نویریکارد جوړ کړ

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد ارمان  د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې یو نویریکارد جوړ کړ.
راشد د سي پي ال په سیالیو کې په دریو توپونو درې لوبغاړي وسوځول چې په کرکټ کې هیټرېک بلل کیږي.
راشد خان لومړنی لوبغاړی دی چې د سي‌ پي ال په تاریخ کې هیټرېک کوي، دا په کرکټ کې د راشد خان لومړنی هیټریک هم دی.
هېټریک د چهارشنبې په ورځ ( سپتمبر۷) په ویسټ انډیز کې د راشد خان د لوبډلې امازان واریرز او جامایکا تلهواس ترمنځ سیالیو کې وشو.
راشد ارمانپه دغه هېټریک سره د سي پي ال په پنځو غوره توپ‌ اچوونکو کې هم راغی چې په ۱۱ لوبو کې یې ۱۳ کسان سوځولي‌ دي..
د محمد نبي لوبډله د دغو سیالیو پایلوبې ته وتلې ده. د دغو سیالیو ګټونکې لوبډله به د محمد نبي د لوبډلې له لوري‌ له ماتې شوې لوبډلې سره بیا لوبه کوي‌ او ګټونکې به یې پایلوبې ته وځي. دا د سي پي‌ ال سیالیو پنځم دور دی.