د سرطان درملنې درمل تایید شوي

امریکايي چارواکو هغه درملنه تایید کړې ده، چې د بدن دفاعي سیسټم له سره رغوي، چې پر سرطان برید وکړي. امریکا کې د خوړو او درملو د تنظیم ادارې د ریګولیټر  چارواکو ویلي، دغه پرېکړه یېتاریخي ده او په وینا یې اوس درمل نویو پولو  ته رسېدلي دي.
نوارټس نومي شرکت د دغې درملنې بیه ۴۷۵ زره ډالره بیه ټاکلې چې ویل کېږي ۸۳ سلنه کسان ورسره د وینې سرطان له یوه ډوله ژغورل کېږي.
برتانیا کې هم ډاکټرانو دا د پرمختګ پر لور یوه په زړه پورې ګام بللی دی. د کیموتهراپي او یا جراحي دودیزې درملنې پر ځای د درملنې دغه ډول د هر ناروغ لپاره ځانګړې طراحي شوې ده.
دغو موادو ته د کار - ټي نوم ورکړل شوی دی، چې د ناروغ د وینې له سپینو ژوڼکو جوړیږي. وروسته ژوڼکې په احتیاط سره بیا پروګرامېږي، چې سرطان لټون وکړي او له منځ یې یوسي.
نوی پړاو
ماهرین وايي، د کار- ټي تکنالوژي وړتیا د سرطان یو ډول له درملنې ډېره ده. د هوچینسن سرطان څېړنیز مرکز د ایمونوتهراپي برخې مشر ډاکټر ډېوېډ مالونې وايي، د درملنې دغه ډول یو نوی پړاو دی:
موږ په دې باور یو چې دا د ایمونوتهراپي درملنې له هغو ډېرو ډولونو یو دی، چې ژر به د سرطانونو بیلا بیلو ډولونو لپاره کاروول کېږي.
کار- ټي درملنه د هغو سرطانونو خلاف چې په وینه کې پیدا کېږي، هیله منونکې ده، خو د میلانوما یا د سږو سرطان په څېر جامدو سرطانونو په درملنه کې له خنډونو سره مخامخ ده. کولمبیا پوهنتون کې د انکولوژۍ څانګې ماهر ډاکټر پرکاش ستواني ویلي:
کله یې چې له اکیوټ لیمفهوبلاسټک لیوکیمیا سره پرتله کوو، پایلې یې دومره سترې نه دي، خو زه هیله من یم، چې نژدې راتلونکې کې به دغه تکنالوژي نور پرمختګ وکړي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف مېرمن سرطان لري
د سرطان درملنه کې د سروزرو کارولو رول
دغه سینه بند کولای شي سرطان تشخیص کړي؟ 
د سرطان درملنه کې د بدن دفاعي قوت زیاتولو تګلاره په دا وروستیو کې د سرطان عصري درملنه کې وار له مخه بنسټیز رول لري.
نړۍ کې داسې ډېر درمل کاریږي، چې د سرطان له منځه وړلو لپاره دفاعي نظام پیاوړی کوي. کار- ټي درملنه چې دفاعي نظام له سره طرح کوي په ډېر لومړني پړاو کي ده.