کابل کې د لومړي ځل لپاره انلاین خرڅلاو پیل شو

په کابل کې د لومړي ځل لپاره یو کال مخکې انلاین خرڅلاو پیل شو؛ خو پېرودونکي او پلورونکي اوس هم په دې برخه کې له ستونزو یادونه کوي.
د انلاین توکوپلورونکی وایي؛ د اختر په رارسیدو او د بوختیاوو له کبله نشو کولی، چی د پېریدلو په موخه پلورنځایونو ته ولاړ شو او خپلی اړتیاوې د انلاین له لارې پوره کړو.
د نوموړي په وینا؛ انلاین بازارونه مناسب قیمتونه، د لیږد ډاډمنه وړتیا او آسانتیاوی لري.
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره یو کال مخکی انلاین خرڅلاو پیل شو، چی ورځ تر بلی د انلاین خرڅلاو ګټه پورته کوونکي ډېریږي؛ خو دا چاره له ستونزو خالی هم نده.
انلاین خرڅلاو اوسني حالت کي د خلګو لپاره یو ډیر ښه سوهولت دی او خلګ کولۍ شي په اسانه توګه د خپل د خوښ وړ توکې ژر لاسته راوړي.