وټسپ کارکوونکو شمیر یو ملیارد شوې دي

وټس اپ کمپنۍ  تیره اونۍ په نړۍ کې د خپلې محبوبې پیغام رسونې د ورځني کارکوونکو له شمیرې پرده پورته کړه او هغه یې د پیغام رسونې په برخه کې د پرمختک ټکی وباله.
وټس اپ په ۲۰۱۶ کال کې د خپل میاشتني کاروونکو شمیر یو میلیارډ ښودلی و، خو دا شمیره اوس زیاته شوې ده.
دغه شمیرې ښیي چې د دغه سافټ ویر په مرسته په ورځ کې ۵۵ میلیارډه پیغامونه، ۴۵ میلیارډه انځورونه او یو میلیارډه ویډیوګانې لیږل کیږي.
همداشان د دغه سیستم میاشتنیو کاروونکو شمیر هم ۳.۱ میلیارډه تنه ښودل شوي چې زیات کچه بلل کیږي.
د یادولو وړ ده چې څو میاشتې وړاندې د فیسبوک مسنجر هم دغې شمیرې ته رسیدلی دی.
د راپورونو له مخې وټس اپ په هند، برازیل، مکسیکو، روسیه د سویلي امریکا او افریقا کې زیات کاروونکي لري.