بېروزګاري په اقتصاد کې هغه حالت دی، چیرې چې یو کس په فعاله توګه په کار او دنده پسې ګرځي اما نتوانیږی چې کوم کار پیدا کړي. دیته د اقتصاد موجوده روغتیا هم وایي. په اقتصاد کې بیکاری د بیکاری د فورمول له مخې پیدا کیږي.(ټول بیکاره خلک / پر ټول کاری ځواک). د بیکاری ځینې ډولونه په لاندې ډول دی:
ساختاری بېروزګاري:
په اقتصاد کې ساختاری بېروزګاري هغه وخت رامینځ ته کیږی چیرته چې په سرمایه کې ځینې ساختاری بدلونونه رامینځ ته شي. د نن د ماشینونو په پرمختللې نړۍ کې یو کس په سختي سره هر شي تولیدولی شي. خو ددې لپاره هغه یو څه سرمایې ته اړتیا لري چې اجناس ورباندې تولید کړي. د کارګر لپاره هم یو څه سرمایې ته اړتیاه ده چې په کار شي. نو کله چې د کار ځواک پانګه له سهم څخه چټکیږی، اضافي کارګران بیکاره کیږي. نو دغه شان بیروزګارۍ ته ساختاري بېروزګاري وایي.
موسمی بېروزګاري:
موسمی بېروزګاري په موسم پورې اړه لري او د تولید د یوه ځانګړی موسمی جریان په وخت پیښیږي. کارګران د کال په یوه خانګړي موسم کې بیکاره کیږي. لکه د یخ د تولید فایبریکی کارکونکی، د آیسکریم د فابریکې کارکوونکي او داسې نور...
اصطکاکی بېروزګاري:
اصطکاکی بېروزګاري هغه وخت په اقتصاد کې شتون لري، چې کله خلک یوازې د کارګرانو تر مینځ د خوځښت د نشتوالي له امله بیکاره شي. کله چې یو اقتصاد په تدریجی ډول وده کوي نو ځینې کمپنی هم ورسره وده کوي اما ځینې ورسره رکود کوي. نو کارګران د دې انتخاب لري چې له یوې کمپنۍ څخه بلې کمپنۍ ته په آزادنه توګه لاړ شي. ددغې مرحلې په لړ کې د کارګرانو یوه برخه بیکاره کیږي. دا کار د نویو هنرونو او وړتیا په خاطر هم کیدای شي.
د غوښتنې(تقاضا) د کمښت له امله بېروزګاري:
دا شان بېروزګاري هغه وخت په اقتصاد کې را مینځ ته کیږی چې مجموعي غوښتنه (تقاضای کل) د مجموعي عرضې (عرض کل) څخه لږ وي او غوښتنه (تقاضا) دکارموندنې له کچې څخه لږ وي. نو موجودی اجناس نه خرڅیږی او پاتې کیږي. همدیته په پام سره د کاري ځواک یوه برخه بیروزګاره کیږي.
کلاسیکه بېروزګاري:
کله چې په یوه اقتصاد کې مزد ډير لوړ وي نو دا شان بیکاري را مینځ ته کیږي لکه ۱۹۳۰ کال د پیښې څخه مخکې، چیرته چې کارګرانو ټیټ مزد نه قبلولو او کارګران په دی تورن شول، او یا کارګران ډیر لوړ نرخ غوښتولو. دیته د رښتني مزد بیکاري هم ویل کیږي.
رضا کارانه بیکاري:
رضا کارانه بېروزګاري په دې معنی چې کله کارګر په خپله دا خوښ کړي چې په اوسني معادل باش باندی کار نکوي. علت به یې ممکن ډيره مالیه وي.
له معادل معاش نه دلته هدف ایکلیبریم دی(هغه نقطه چیری چې عرضه او تقاضا سره مساوی کیږي).
وروستي