د افغانستان د کریکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل هیواد کې د کریکټ د ودې لپاره د سوداګرو او خصوصي شرکتونو ونډه ګټوره بولي.
مشعل چې تیره شپه یې په کریکټ بورډ کې د دغې ادارې د پلاوي او د شپږیزې لیګ د ټيمونو خاونداتو په ګډون په یوه غونډه کې خبرې کولې له ملي سوداګرو او خصوصي شرکتونو وغوښت څو هیواد کې د کریکټ ودې لپاره هڅه وکړي.
بله خوا د یک نړیوال ټلویزیون مسولین وایي سږ کال په پام کې لري چې د شپږیزې کریکټ لیګ لوبې په HD کیفیت خپرې کړي.
د شپږیزې سیالې به د روانې میلادي میاشتې په یوولسمه او د وږي میاشتې په شلمه نیټه پيلیږي.
کریکټ بورډ څو ورځې وړاندې د دې سیالیو مهالویش هم اعلان کړ.
بشپړ مهالویش
۱ – کابل بازان د بست ساتونکو پر وړاندې (د سپټمبر یوولیسمه، دوشنبې د سهار ۹:۱۵)
۲ – امو نهنګان د سپین غر بازانو پر وړاندې (د سپټمبر یوولیسمه، دوشنبې له غرمې وروسته ۲:۰۰)
۳ – بند امیر ښاماران د مس عینک اتلانوپر وړاندې (د سپټمبر دولسمه، سه شنبې د سهار ۹:۱۵)
۴ – بست ساتونکي د سپین غر زمریانو پر وړاندې (د سپټمبر دولسمه، سه شنبې له غر وروسته)
۵ – امو نهنګان د کابل بازانو پر وړاندې (د سپټمبر دیارلسمه، چهارشنبې سهار)
۶ – بست ساتونکي د مس عینک اتلانو پر وړاندې (د سپټمبر دیارلسمه، چهار شنبې له غرمې وروسته)
۷ – بند امیر ښاماران د سپین غر زمریانو پر وړاندې (د سپټمبر څوارلسمه، پنجشنبې سهار)
۸ – سپین زمریان د امو نهنګانو پر وړاندې (د سپټمبر څوارلسمه، پنجشنبې له غرمې وروسته)
۹ – بند امیر ښاماران د بست ساتونکي پر وړاندې ( د سپټمبر پنځلسمه، جمعه سهار)
۱۰ – سپین غر زمریان د کابل بازانو پر وړاندې (د سپټمبر پنځلسمه، جمعه له غرمې وروسته)
۱۱ – کابل بازان د مس عینک اتلانو پر وړاندې (د سپټمبر شپاړسمه، شنبې سهار)
۱۲ – بست ساتونکي د امو نهنګانو پر وړاندې (د سپټمبر شپاړسمه، شنبې له غرمې وروسته)
۱۳ – مس عینک اتلان د سپین غر زمریانو پر وړاندې (د سپټمبر اولسمه، یکشنبې سهار)
۱۴ – بند امیر ښاماران د امو نهنګانو پر وړاندې (د سپټمبر اولسمه، یکشنبې له غرمې وروسته)
۱۵ – کابل بازان د بند امیر ښامارانو پر وړاندې (د سپټمبر اتلسمه، دوشنبې سهار)
۱۶ – لومړی کوالیفایر: د سپټمبر شلمه، سهار
۱۷ – حذفي لوبه: د سپټمبر شلمه له غرمې وروسته
۱۸ -دوهم کوالیفایر: د سپټمبر یوویشتمه له غرمې وروسته
۱۹ -پای لوبه: د سپټمبر دوه ویشتمه سهار ۱۰:۳۰بجې
وروستي