
داسې معلومیږۍ چې په ((خان ستورو)) د ستونزو سره مخ شوي، د سلمان خان فلم ((ټيوب لايټ)) د اختر په ورځ نندارې ته وړاندې شو، خو بيا يې هم څه ځانګړې کاميابي ترلاسه نه کړه او اوس د شاه رخ خان د فلم ((جب هيري ميټ سيجل)) هم دا حال دى.
شاه رخ خان د هندي سينما هغه ستورى دى چې فلمونه يې د نندارې په لومړيو ورځو کې د سل کروړو نه زیاده روپۍ ګټي، خو د هندي فلمونو بزنس پوه ترن آدرش وايي: ((جب هيري ميټ سيجل په لومړيو دريو ورځو کې يواځې ٢٥ کروړه هندي روپۍ بزنس کړى دى)).
د دې فلم سره د امتياز علي په څېر د يو لوى ډايريکټر او پروډيوسر نوم هم تړلى دى، دا د نوموړى اووم فلم دى، خو د فلم د ناکامۍ دا حال دى، چې د شاه رخ خان تراوسه پورې څومره هم فلمونه ناکام شوي ((جب هيري ميټ سيجل)) له هغه ټولو ډېر خراب تلى دى.
د هندي رسنيو د راپورونو له مخ یی، شاه رخ خان په دې فلم کې بېخي مينه ناک نه ښکاري او زيات خلک د شاه رخ خان د ميين رول ليدو لپاره سينماګانو ته ځي. که د فلم د ستورې انوشکا شرما خبره وشي، نو هغه هم په ټول فلم کې ډېره ستړې ستړې ښکاري.
د شاه رخ خان او سلمان خان فلمونو پرله پسې ناکامېدو څخه ښکاري چې خانان له سخت ستونزو سره مخ کېږي، دواړه له تېرو پنځه ويشت کلونو راهيسې په هندي سينما پاچاهي کوي.