
د ژمي سخته شپه وه ډېر تېز باد وو د کړکۍ شيشه ماته شوه يو راغی پوښتنه يې وکړه شيشه ولې ماته شوه مور مې ورته په غمجنه لهجه وويل ځه خير بلا وه او برکت يې نه وو.
بل راغی او ويې ويل شيشه ولې ماته شوه
چا ځواب ورکړ چې بدبخته طوفان دلاسه ماته شوه ټول کور د يوې کړکۍ په ماتېده سخت غمجن وو هر چا به چې د شېشې ټوتې لېدې يو ځل به يې خپل خپګان ښوده. دکلي ښځې چې زموږ د کور د شيشې څخه خبرې شوې نو جوپه جوپه له موږ کره راروانې وې چې الله خير کړ بلا وه او برکت يې نه وو.
هماغسې د ژمي شپه وه د ظلم او وحشت جکړ او طوفان زما د زړه شيشه ترخړي ترخړي ( ټوټه، ټوټه ) کړه. خو زما د زړه د شيشې په ماتېدو چا ځان هم پوه نکړ او هيڅوک رانغلل چې ما نه پوښتنه وکړي چې زړه مې ولې مات شو.
زه اوس هم له ځان څخه پوښتنه کوم چې ايا زما زړه د شيشې په اندازه قيمت هم نه درلوده چې زما زړه ټوټه ټوټه شو مګر هيچا پوښتنه ونکړه چې ولې!