ښاغلی سيد موسی عثمان هستی : کوږ بار تر مزله نه رسيږی !

د همیشنی عادت له مخی د نورو انترنیتی پاڼو تر څنګ د اریایی ښکلی او د منځپانګی ډکه پاڼه هم هره ورځ ګورم او مطالب یی لولم . پدی پاڼه کی د ښو او پوهو لیکوالانو ، شنونکو ،ادیبانو او تاریخ پوهانو لیکنی زموږ د اوسنی نسل د یون لپاره لوی غنیمت ګڼم ، او دی پاڼی ته د نور پرمختګ هیله کوم .
له بده مرغه یو څو د ګوتو په شمار کسان چی په روحی ناروغیو اخته او د ژوند ډیره برخه یی خوړلی ده په غرضی او مرضی لیکنو د خلکو سترګو ته خاوری اچوی او د هغو افغانانو تخریب ته یی ملا تړلی چی په اوسنی وخت کی د افغانستان د پرمختګ لپاره هلی ځلی کوی نوموړی سید موسی عثمان ځان دومره پوه ، پاک او سپیڅلی راپیژنی چی ګویا په افغانستان کی نه پیدا شوی او نه لوی شوی وی .
ښاغلی سیدموسی عثمان د حاجی علی اکبر چی دی عزیزی بانک یو کوچنی سهمدار او مرستیال په پته چی کومی بی اثباته او له تعصبه ډکی څرګندونی کړی د چا په خبره بی کڅوړی ډزی بولم او د خپل ژوند او سترګو لیدلی حال دی ښاغلی حاجی علی اکبر او د ده د کورنۍ په په لنډ ډول دوستانو ته ورپېژنم .
حاجی علی اکبر چې زه ورسره د څلویښتو کالو راپدیخوا پیژندګلوی لرم زموږ په ولسوالۍ کی د یوی درنې او مخوېی کورنۍ غړی او د پخوا څخه په خپل قوم اوکلي کی د ښه نوم او شهرت خاوند دی .
د ده کورنۍ د وطن او خلکو ګټو ته متعهده کورنۍ ده او پدې لاره کی يې ډیر ګلالی ځوانان شهیدان شوي دي .
پخپله حاجی علی اکبر یو لایق په وطن او خلکو مین شخص دی د خپل ماموریت د ختم څخه وروسته یی چې کله ازاد کاروبار شروع کړ د خپل استعداد او پوهې په برکت یی ښه تجارت وکړ خارج ته ولاړ او د نورو افغانانو په څیر یی ډیری ستونځې وګاللی او پیسی يې وګټلی د ډیرو افغانانو سره ېې زیاتی مادی مرستې کړي دي لوړې زده کړې لري د ملي او بین الملی چارو په اړه د نظر خاوند سړی دی .
زما په اند که د ښاغلی کرزی څخه دولتی اوتوریته او مقام منفی شی نو کرزی به خپل اس د علی اکبر په کور کی وتړی په هر صورت هغه څه چې سید موسی عثمان ټول په درواغو او بهتان بنا دی داسی معلومیږی چې ښاغلی سید موسی عثمان د حاجی علی اکبر څخه د څه شی طمعه لری زما د دی خبری د ثبوت لپاره د ده د لیکنی ضد او نقيض دلایل کیدای شي مثلآ یو ځای لیکی چې حاجی علی اکبر لوی قاچاقبر او غل دی او بل ځای بیا کاږی چې علی اکبر د قاچاقبرانو اشپزی کوله نو که چېری ښاغلی سید موسی عثمان په خپلو دی چټیاتو کی رښتیا وی نو بیا ولی د هغی لویو قاچاقبرانو نومونه ولی نه اخلی ؟
زما په شمول ټولو افغانانو ته کوم چې په اوکراین کی اوسیږی معلومه ده چې حاجی علی اکبر په هیڅ قاچاق کی لاس نه لری او که چېری افغانانو ته ېې د دوی کومی پیسی د بانکی معمول په حساب وطن ته لیږلی او خپله مزدوری ېې تیری اخیستی وی دا به در سره ومنم .
بله دی انسانانو د قاچاق مسله ده چې د حاجی علی اکبر څرک په دی کی نه لیدل کیږی ټولو ته څرګنده ده چې دی دریو لسیزو کورنۍ جګړی په پایله کی په ملیونو افغانانو د خپل وطن څخه د وتلو هڅه کړی او دا لړۍ تر اوسه روانه ده ، زه فکر کوم چې ښاغلی سید موسی عثمان به هم د همدې لړی مرغلره وی ټول افغانان په غیرو قانونی لارو د وطن څخه وتلی او د افغانستان دولت دی د خلکو سره کومه همکاری نه کړی او نه یې کوی نو چا چې دی د افغانانو سره مرسته کړی ده کور ودان .
اما حاجي علي اکبر د داسې خلکو سره د خپله جیبه مرسته کړی د لسهاو افغانانو څخه ما اوریدلی دی چې حاجی علی اکبر په مادی کومک خارج ته وتلی دی .
ښاغلی سید موسی په خپلو ورستیو څو لیکنو کی د عزیزی بانک مرستیال حاجی علی اکبر داسې تخریبوی چې ګویا دا بانک نه ریس لری نه نور مرستیالان ، او د نوموړی ځوی باندی هم ورته تور لګوی .
سید موسی چې کله د حاجی علی اکبر په بی بنیاده تخریب ستړی شی نو بیا د افغانستان د اوسنۍ کابینی هغه وزیران تر ضربې لاندی نیسی کوم چې په خپل کار کی ډیر کامیاب دی .
ما چې کله د اریاېې ویبپاڼی په ارشیف کی وکتل د موسی ټولی لیکنی یواځی زموږ د ټولنی د یوی ژبی خلکو د تخریب لپاره ځانګړی شوی او ټول لیکل ېې بی ثبوته او له ژبنی تعصب څخه ډک دی فکر کوم چې دی د مور او پلار له مینی پرته لوی شوی او زوړ شوی نو ځکه دومره ژوره عقده ورسره ده چې له تورنتو څخه ېې د عقدی د اور لمبی افغانستان ته رسیږی .
ښه ده چې انسان د خپلی لیکنی او خبرو په پایله کی نورو ته ښه څرګندیږی ، ددی امکان شته چې حاجی علی اکبر به ستا لیکل لیدلی وی یا نه خو یو ځل بیا درته وایم چې : کوږ بار تر مزله نه رسیږی !!!
ستاسو د روغتیا په هیله
حاجی ګل عباس
اوکراین ـ ادیسه