ژباړن: محمداصف احمدزى
يوه ورځ داوود عليه السلام ته يوه ښځه راغله او ورته ويې ويل، چې اې دخداى نبي، ستا رب عادل دى که ظالم؟
داوود عليه السلام ورته وويل، چې افسوس دې وي ستا په حال، ولې داسې وايې، الله پاک هغه عادل ذات دى، چې هېڅ ظلم نه کوي. بيا داوود عليه السلام ورته وويل، چې څه خبره ده، چې داسې وايې؟
هغې ښځې وويل: زه يوه کونډه يم، يواځې درې لوڼې لرم او زه خپل ځان او اولادونو ته روزي له هغو شيانو برابروم، چې په خپلو لاسو يې اوبم. خو پرون مې اوبدلي توکي په يوه سره کڅوړه کې تاو کړي وو او غوښتل مې، چې بازار ته يې د خرڅلاو لپاره يوسم او خپلو اولادونو ته پرې نفقه برابره کړم. په دغه وخت کې يو مرغه راغى، له ماڅخه يې هماغه کڅوړه وتښتوله. اوس ډېره خواشينې يم، ځکه هېڅ شى نشته، چې خپلو اولادونو ته يې د نفقې لپاره برابر کړم.
په دې مهال کې، چې ښځه له داوود عليه السلام سره پر خبرو بوخته وه، يو چا د دروازه وټکوله، نو اجازه يې ورته ورکړه، چې راننوځي. ګوري چې لس سوداګر يې کور ته راننوتل، هر يوه سل - سل ديناره په لاس کې نيولي وو او داوود عليه السلام ته يې ورکړل، ترڅو پر اړو او بېوزلو کسانو يې ووېشي.
داوود عليه السلام دې سوداګرو ته وويل، چې ددې خيرات لامل مو څه دى؟
دوى ووويل: اې دخداى پيغمبره! موږ په کښتۍ کې سفر درلود، باد راوالوت او نږدې و، چې ډوب شو. په همدې مهال کې يو مرغه راغى او موږ ته يې يوه سره کڅوړه، چې اوبدلي توکي په کې و، راغورځوله. موږ د همدې کڅوړې له امله وژغورل شو او هر يوه ژمنه وکړه، چې سل - سل ديناره به نذر کوو. نو دغه مال مو تاته راووړ، خوښه ستا، چې هرچاته يې ورکوې.
په دې وخت کې داوود عليه السلام ښځې ته وکتل او بيا يې ورته وويل: ستا رب تاته په وچه او لمده کې تجارت کوي او ته يې ظالم بولي. داوود عليه السلام بيا هماغه زر ديناره همدې ښځې ته ورکړل او ورته ويې ويل، چې په خپلو بچيانو دې مصرف کړه.
وروستي