امریکې کې یوه نارینه ماشوم وزیږاوه

یوه امریکايي نارینه چې خپل جنسیت ته یي تغیر ورکړی وو په دې وتوانید چې یو هلک وزیږوي.
دغه پخوانی سړی او اوسنۍ ښځه ترایستین ریس نومیږي چې د پورت لند ایالت په اوریګان ښار کې اوسیږي.
دا ښایي په امریکې کې د خپل ډول لومړی زیږون وي چې یوه ترانسجینډر یا د جنډر بدلونکي نارینه یوه ماشوم ته زوکړه ورکړي.
هغه اوس له خپل خاوند سره اوسیږي چې اوه کاله یي د یاد ماشوم د زیږولو لپاره خواري کړي ده.
د سي ان ان ټلویزیون په حواله چې، یاد ښځه او میړه اوس د ماشوم په پیدایښت ډیر خوشهاله دي او وایي چې دوي فکر نه کوي چې څوک به د یاد ماشوم لویول پر غاړه ولري.
دا ماشوم په کامله توګه صحت مند او روغ زیږیدلی او ډاکټران وايي چې هیڅ راز ستونزه نه لري.
دغه نارینه چې اوس د یاد ماشوم مور ده ویلي دې او خاوند یي د یادي ورځي لپاره له کلونو راهیسي شیبي شمیرلي.
دا ښایي د خپل ډول تر ټولو نادره پیښه وي چې امریکې کې واقع شوي لیکن ډيری افغانانو ته هم ښايي دلچسپه وي ځکه یو افغان هم څو کاله دمخه د همجنس بازۍ په دلیل په بربنډه فیس بوک کې اعلام وکړ او وروسته دا کار د دې لامل شو چې هیواد پریږدي.
هغه افغان نعمت سادات نومیده چې ویل کیږي لومړی بربنډ افغان امریکایی همجنس باز وو چې اوس د امریکې په نیویارک کې اوسیږي.
له کله راهیسي چې سادات افغانستان څخه ووت تر اوسه پوري يي په اړه په رسنیو کې کوم خبر نه دی راغلی .