په بدرنګه ښوونکو بندېز

د ايران د پوهنې وزارت په بدرنګه ښوونکو بندېز لګولى او له دې وروسته به نور بدرنګه ښوونکي په ښوونځو کې درس نه ورکوي.
د ايراني رسنيو د راپورونو تر مخه، د ايران د پوهنې وزارت يو لړليک خپور کړى دى، چې پکې ويل شوي دي چې هغه ښوونکي چې سترګې يې کږې وي، په مخ يې دانې، داغونه يا بله څه ناروغي لري او په مخ يې نښې وي دې د پوهنې ډګر ته نه راځي. له دې پرته په صنف کې دې داسې ښوونکى نه وي چې په مخ يې د سوځېدو څه نښه وي.
د ايراني رسنيو د راپورونو تر مخه، په دې لړليک کې په داسې ښځينه ښوونکو هم بندېز لګېدلى، چې په مخ يې ويښته وي، له دې پرته داسې ناروغۍ هم، چې په ښکاره خو نه ښکاري، د بېلګې په ډول د ګردې کاڼى، د سترګو ديد کموالى او شنډې ښځې هم نه شي کولاى چې ښوونکې شي.
د ايران د پوهنې وزارت خپور کړي دې لړليک په ټولنيزو رسنيو تُند غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنيزو رسنيو ځينو فعالانو ويلي دي چې د پوهنې وزارت دې په دې بيا له سره کتنه وکړي. ځينو بيا ليکلي دي چې د دې بندېز وروسته به د سټيفن هاکنګ په څېر عظيم ساينسپوهان د ايران په ښوونځو کې درس ورنکړي.
ياده دې وي چې د خلکو له نيوکو وروسته د ايران ولسمشر مشاور ويلي دي، چې د پوهنې وزارت د دې لړليک څېړنې به کېږي