د سرطان ناروغیو نامټو ازموینځی ایلتن هد ایسلند په سویلي کرولین کې د تورو زڼکیو غوړ د نننۍ طبي پرمختللو تکنالوژي او پوهنیزو څیړنې وروسته دې پایلې ته ورسیدل چې په رښتیا د حضرت محمد (ص) په حدیث شریف کېراغلي تورو زڼکیو غوړ پرته د مړینې نور د ټولو رنځوریو درملنې د پاره اغیزناکه او ګټور بلل شوی دئ، ومني. حضرت محمد (ص) یونیم زر کاله د مخه په حدیث شریف کې د تورو زڼکیو غوړ یې د هر راز ناروغیو درمل ګڼلي او خلکو ته يې ور پیژند لي دي.
یو بل نامتو کنسر ایمونو ژوند پوهنې یا بیالوجي ازموینځي نه راوتلې پایله دا شوه چې د تورو زڼکیو غوړ د وجود دفاعي سیستم د سمولو دنده تر سره کوي.تورو زڼکیو غوړ کولای شي چې د وجود دفاعي سیستم له خرابې څخه وژغوري او بیرته سم حالت ته یې ستون کړي. تور زڼکیو غوړ د ډیر شمیر ناروغیو تر څنګه د ډیابت(شکرې) او سرطان رنځورانو ته روغتیا وربخښلې ده. پخوا المان کې تورو زڼکیو غوړ د هوموپیاتي دارو په لړ کې د سږو، ګېدې او ځیګر ناروغانو درملنې د پاره پکاریده ، خو بیا ورو په ورو له پامه وغورځید. امریکا کې تورو زڼکیو غوړ د خواړو بشپړتیاوي پروګرام په لړ کې خوړلئ کیږي. مونیخ المان ښار کې ډاکتر پیتر شلیخر د زڼکیو بوټي غوړ بیرته پکارولو او پیژندلو وړ وګرځاوه. دغه نوموړي پخپل درمل جوړولو انستیتوت کې د تورو زڼکیو غوړ اوږد مهاله (مزمن) ناروغیودپاره ډیر اغیزناک وبلل ، او په دې دارو کې شتون لرونکي توکي یې برخې برخې یا تجزیې لاندې ونیول. د دې ډاکتر د کار پایله د امریکا څیرنې سره کټ مټ ورته وؤ. د زڼکیو غوړ څخه ګټور توکي لینول او ګما زویرې ژوندي موجود یا ارګانیزم ته لار مومي ، چې دهغو په وسیله د برخو ګډول(زینتیزې) په دفاعي سیستم کې تومنې ته امکانات پیدا کوي. دې عمل سره حساسیتي غبرګونونه بې پلوه یا خنثی کیږي. ددې زڼکیو غوړ په هکله ډاکتر شلیخر داسې ځانکړتیاوو ته ګوټه نیسي چې د دې دارو خورا پراخه توکي داسې ښه اودل شوي چې اغیز یې ساری نلري. ډاکتر شلیخر د زڼکیو غوړ په شپږ سوه ناروغانو وازمویل، چې اویا سلنه د حساسیت رنځورانو ته روغتیا او سلامتیا ور په برخه شوي وه. په تیره بیا هغو رنځورانو ته چې د ګرد او دګل دمنځ ژیړ بخونه ماده سره حساسیت درلود، روغ او جوړ شول. تورو زڼکیو غوړ د پوستکي ناروغیو، سالنډي او نورو ورجڼو یا مکروبي پیښو د پاره ګټورې پایلې درلودې. په مني کې د والګي او ساړه وهلو رنځوریو د مخنیوي دپاره د تورو زڼکیو غوړ ډیر ګټور تمامیږي. مبارک حضرت محمد(ص) خپل امت ته د دې دارو د ګټو زیری ورکړی دئ. دا غوړ په درملتونو کې پلورل کیږي.
ژباړه عبدالله سپیدار ځاځی
د روهي ويبپاڼې یادونه: په ډیر احتمال سره د ژباړن مطلب د حب البرکه، چې افغانستان کې ورته سیاه دانه او په انګريزي کې black onion seeds څخه دی، چې دا بیا د تور زڼکیو (زيره) غوړ ندي.
وروستي