د الله (ج) پیرزوینه وه،چې انسانانو ته یې په سمسوره او له هر شانته نعمتونو ډکه ځمکې باندې د ژوند او پیدایښت لورینه وشوه. مونږ انسانان بایده وه چې د دې نعمتونو منندوی وای، او چاپیریال ساتنې کې خپل ایماني او اسلامي دنده پر ځای کړي وای.د ځمکې چاپیریال ککړتیا انسانانو طبعیي ژوند، او ټولو ساه کښو ته لوی ګواښ ګرځیدلئ دئ. په ټولیزه ټوګه د چاپیریال چټلتیا یا ناولتوب لمړیتوب کې خځلې ، زهرجن غازونه ، د موټرو او فابریکو لوګي چې انسانانو روغتیا، ژوو، کرکیلو او ځنګلونو باندې بده اغیزه لري.
انسانان د ټکنالوژۍ پرمختګ په درشل کې د مځکې چاپیریال سوچه والي او ژغورنې ته بې پامه مزل کاوه. ځیني ځناور او څاروي تر ورکیدو پورې ښکار کېدل. که کومې ځمکې ایبره ( فصل) نه کاوه ، نو د ځنګلونو په غوڅولو سره نوې ځمکه یې کرښت ته چمتو کوله. په ویالو، سیندونو او سمندر کې په شیمیایي توکو ککړ ې اوبو لار وموندله او سوچه اوبه یې هم زهرجنې کړې.د ټکنالوژۍ پړمخټګ سره د چاپېریال ککړتیا لوړې کچې ته وخوت.د فولادو، واسپنې او زیرو په ویلولو سره زهرجن غازونه نه یواځې د مځکې چاپېریال ، خو کرکیلې، ځنګلونو او د بنیادمو روغتیایي حالت باندې بده اغیزه پرېباسلې ده .ډاکترانو د زهرجن لوګیو بدې اغیزې څیړلي او په ډاکه کوي چې ډیر وګړي یې په سالندې او سږو ناروغیو اخته کړي دي.له نولسمې پیړۍ را پدیخوا د انرژي لګښت په ډیریدو سره چې په لمړیتوب کې ډبرې سکاره ؤ ، زهرجن لوګي یې چاپیریال کې له هوا سره په ګډیدو د باران او واورې سره بیرته په ځمکه را توییږي ، او کرکیلې باندې یې بد اغیز پریوزي. دې فابریکو خوا او شا مځکې ، کړکیلې او ځنګلونه په بیلا بیلو زهرجنو توکو لکه سرپ، سیماب او کادمیوم ککړ شوي دي. د ټکنالوژۍ پرمخټګ او وګړ شمیر زیاتیدو سره ښارونه پراخه ، میشت ځایونه او ترانسپورتي ټګ را ټګ ډیر او د ځمکې د اوبو کچه هم ښکته ولویده.د ځمکې چاپیریال ککړتیا پړه په پرمختللو صنعتي هیوادو لګیږي چې د چاپیریال ساتنه کې اوس هم جدي ګامونه نه پورته کوي. په افغانستان کې د ځمکې د چاپیریال ساتنې اداره خو هسې سمبولیکه اداره ده، چې کړنې یې نه تر سترګو کیږي. د تیرو پنځه لس کلو را په دیخوا کابل کې د ناولتوب او خځلو پرابلم د حل لاړ ونه موندله. ښار د پلاستیکو کڅورو ډیپو ګرځیدلئ دی.دا پلاستیکې کڅوړې تر اویا کالو پورې دځمکې لاندې له منځه نه ځي. د کابل سیند او نور ستر او کوچني لختي د پلاستیکو ډک دي. د افغانستان د چايیریال ساتنې اداره مسلکي ، وړ او با دیانته خلکو ته اړتیا لري چې د محمدي لارښوونې سره سم د ځان پرته د ښارو او چاپیریال سوچه والي او ساتنې ته هم په ځیر و ګوري. نوموړې اداره بایده ده چې د ښاروالې او روغتیا وزارت سره په ګډه کار وکړي او د ښارو او چاپیریال ساتنه کې همغږي واوسي.د خښتو بټۍ انرژي یا سون توکي چې دم ګړی د موټرو زاړه تیرونه او ډبری سکاره دي ،په ګاز اړول شي.کانالیزاسیون په نوو ښارګوټو کې اجباري شي، لمریزه او بادي انرژي دې پراخه شي او د اوبو بندونو په جوړولو سره به نه یوازي سوچه او پاکه انرژي تولید شي، خو د مځکې چاپیریال ساتنه به هم وشي. ځنګلونه به ډیر او د ونو بې ځایه وهل به ودریږي. افغانستان به د انرژي له اړخه په ځان بسیا وکړي او د پړمخټګ لیار به غوره کړي.د کابل ټول ورکشاپونه د تیلو، ډیزلو او مبلاینو په تلولو او ځمکو په ککړولو کې پړ دي. د کابل د چاپیریال ساتنې اداره باید ه ده چې خلک وپوهوي،چې تریل شوي تیل د ځمکې لاندې اوبو ته رسیږي او بیا دا اوبه انسانانو او څارویو څښاک سره د راز راز رنځوریو لامل ګرځي.د ځمکې د چاپیریال ساتنې اداره د کابل او نورو ښارونو سمسورتیا کې بایده ده چې لمړیتوب ګامونه پورته کړي وای، خو له بده مرغه دوی خپلې دا ملي دندې کې پاتې راغلي. د ځنګلونو وهل او سمسورې غونډۍ سپېره ګرځول په خوړو کې د تویونو(سیلابو) بهیدل د کلیو، ښارو او کرکیلو ته لوی ګواښ ګڼل کیږي.په اروپایې هیوادو کې د یوې ونې غوڅولو د پاره د چاپیریال ساتنې ادارې امر او اجازت لیک ته قانوني بڼه ورکړل شوې ده ، خو د کابل اداره نه د ځنګلونو او نه د ونو په وهلو سره کوم غبرګون ښودلئ دئ. د داسې ادارې شتون سره نه شتون یې ښه ګڼم.عام اولس بایده ده چې د الله(ج) د سمسورې مځکې دا نعمت ته په درانه سترګو وکسي او د ځمکې دچاپیریال ساتنې او ژغورلو ته یې ګړندي ګامونه پورته کړي.د ونو ، بوټو او بڼونو پراختیا د ساه کاژلو هوا په سوچوالي کې رغنده رول لري.
وروستي