د وچې په جنوبي قطب کې په انټارکټيکا کې په يوې زړې او خسته شوې

د وچې په جنوبي قطب کې په انټارکټيکا کې په يوې زړې او خسته شوې خېمه کې د نيوزيلينډ کارپوهانو ته يو داسې کېک په لاس ورغلى، چې ١٠٦ کاله پخوانى دى، خو تراوسه پورې داسې تازه دى، لکه چې همدا نن جوړ شوى وي.
د انټارکټيکا په يو لرې پرته سيمه ((کيپ اډير)) کې د نيوزيلينډ د کارپوهانو يو څېړنيز ټيم کار کوي، دوى په دغه سيمه کې يوه پخوانۍ او زړه خېمه موندلې ده. له کتنو وروسته دوى دغه کېک په دغه خېمه کې موندلى دى، چې قريباً په ١٩١١ز کې دلته راوړل شوى دى. د نورو څېړنو نه معلومه شوې ده، چې دا خېمه د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ښايي يو څه وخت د رابرټ فالکن سکاټ نومي انګليسي سېلاني او د هغه د ملګرو تر استعمال لاندې وه، چې ښايي په دغه وخت کې دا کېک دغه خېمې ته راوړل شوى دى.
دا کېک په ليدو او لمس کولو بېخي تازه ښکاري، خو تراوسه پورې چا څکلى نه دى، ځکه چې د نړيوال قانون ترمخه، په انټارکټيکا يا آرکټک کې چې څه هم داسې يو څيز پېدا شي، چې هغه د خوراک وړ وي، نو د هغې څکل او خوړل قانوناً منع دي.
دا خو ټولو ته معلومه ده، چې په يخ موسم کې د خوراک څيزونه تر ډېر وخته پورې د خوراک وړ پاتې وي او نه خرابېږي، خو تراوسه پورې دا نه ده معلومه شوې، چې دومره زياته موده اخر دا کېک څنګه داسې تازه پروت دى، چې پوستوالى، لوندوالى او بوي يې اوس هماغه ډول دى. اوس مهال د نيوزلينډ کارپوهانو دا کېک په ځانګړو تدابيرو کې خپل هېواد ته وړى دى، خو له څېړنو وروسته به دا کېک بېرته انټارکټيکا ته سپارل کېږي، ځکه چې دا د انټارکټيکا په کلتوري ميراثونو کې ګڼل کېږي.