د امام ابن قیم رحمه الله دهوښیارانه خبرو څخه چي ما ولوستل!
وایي: تر خپل ارزښت لوړې خبرې مه کوه او د خلګو د آند اړوند خپل ارزښت مه بیانوه، بلکي په خپل ضمیر کي دي خپل ارزښت ولټوه، که دي ضمیر خوښ او آرام سو نو مقام دي لوړیږي، او څه وخت چي دي خپل ځان وپېژندی بیا نو چي خلګ په تا کي څه وایي هغه تاته تاوان نه سي رسولای.
ددنیادغم پر ځان مه باروه ځکه دا دنیا رب العزت لره ده، درزق غم مه خوره ځکه چي رزق دالله متعال له لوري تاته درکول کیږي او دراتلونکي غم مه کوه ځکه هغه هم ستا په اختیار کي نه بلکي دلایزال رب په اختیار کي دی.
خو فقط یو غم باید تل درسره وي هغه دا چي: څه ډول خپل رب درڅخه خوښ او راضي سي؟ ځکه که تا خپل خالق او مالک راضي کړ بیا نو هغه ستا څخه خوښ او ستا لپاره کافي دی او تا ته به غنا هم درکوي.
له هغه ژونده مه مایوسه کیږه چي ستا زړه ځني ژاړي او دا ووایه چي: یا الله وماته په دنیا او آخرت کي دخیر بدله راکړه!
دالله متعال هغه ښېګڼې چي ستا سره یي مخکي کړي دي، له غمونو یي خلاص کړی یې او ستا هغه سترګې چي ژړل به یې نیکبخته یي کړلې، مه هېروه.
په خپل ژوند کي پر اصل باندي ولاړ اوسه!
احسان کوونکی واوسه که څه هم څوک ستا سره احسان نه کوي، له جاهلانو مه کیږه ځکه الله متعال محسنین خوښوي!
لاس دي په صدقه او خیرات کولو سره خلاص ولره ځکه په صدقه سره ستا له غاړې دمصیبتونو پړي خلاصیږي!
او په دې هم پوه سه چي وصدقې ته ستا اړتیا تر هغه چا ډېره ده کوم ته چي ته صدقه ورکوې!
دا هغه څه ول چي ما ولوستل دخپل ځان او دوستانو لپاره مي خوښ وګڼل ځکه لویه لارښوونه پکښي نغښتې ده.
هیله ده ګټه ځني واخلئ.
وروستي