ليكنه: مفتي احسان الله
دهر مسلمان زړه غواړي، چې دخوشحالي په دغو شپو او ورځو کې الله راضي کړي، که وس ولري، حج کوي، او که ددې وس نلري نو کم له کمه اختری او قرباني خو کوي، او دقرباني په کولو کې دالله دقدرت یوه لویه مظاهره ده، ځکه الله پاک وايې: هيڅ کله يې ماته غوښې او ويني نه رسیږي، بلکه (یوازي) تقوا را ته رسیږي. سورة الحج: آيت: 37
البته دقرباني دواجبکېدلو لپاره له دونه مال لرل لازم دي، چې نصاب ته ورسیږي، دنصاب پېږندلو لپاره باید لاندي خبري ښه یادي وساتو.
په هغه چا اختری واجب دی، چې دلوی اختر په دریو ورځو او شپو کې دنصاب مالک وي، که له هغه څخه مخته او یا وروسته دنصاب مالک سي، دې لره اعتبار نسته.
داختري نصاب:
داختري لپاره هغه نصاب معتبر دی، کوم چې دصدقة الفطر یا سرسایې لپاره معتبر دی، یعني که پر چا سرسایه واجب وي، نو پر هغه اختری هم واجب دی.
په نصاب کې هغه څه شامل دي، کوم چې تر حاجت اصلي زیات وي، او هغه مال هم په کې شامل دی، چې دتجارت لپاره اخیستل سوی وي.
حاجت اصلي:
حاجت اصلي بیا دېته وایې، چې دانسان تر جان او عزت پوري تعلق ولري، یعني که دیو چا حاجت اصلي پوره نه سي، نو جان ته يې نقصان وي، او یا عزت ته يې نقصان وي، لکه خوراک، څښاک، داغوستلو کالي، داوسېدلو سرای، دکاریګرو خلګو لپاره دکار سامان دا هغه شیان دي چې په نه موجودګي کې دانسان ځان او عزت ته نقصان رسيږي.
خو په کور کې لوی – لوی دیګونه، زیاتي غالۍ او فرشونه، رادیو، ټایپ، تلویزیون او وي سي آر او داسي نور په حاجت اصلي کې نه دي شامل.
نصاب څه ته ویلیکږي:
نصاب دېته وايې چې یو څوک ددو پنځوس نیمو تولو سپینو زرو په اندازه مالیت او یا داووه نیمو تلو سرو زرو په مالیت داختر په ورځو کې تر حاجت اصلي زیات مال ولري، دې سړي ته صاحب نصاب ویل کیږي، او اختر ورباندي واجب دی.
دغه نصاب که له یو جنس نه پوره سي، لکه سپین زر ولري، او یا له مختلفو اجناسو پوره سي لکه یو څه سپین او یو څه سره ولري، او یا لږ نور داسي سامان ولري چې تر حاجت اصلي زیات وي، او دټولو پیسې دسپینو زرو دنصاب اندازې ته رسیږي، بیا قرباني ورباندي واجبه ده.
لهذا که داختر په ورځو کې له ښځو سره سپین یا سره او یا سپین او سره دواړه موجود وي، چې دسپیو زرو نصاب ته رسیږي، پر دغې ښځي قرباني واجبه ده.
او دنصاب دپیسو اندازه هره ورځ دصرافي دمارکيټ له نرخ سره بدلیږي.
وروستي