
د کندهار يو هنرمند جاويد عابد، چې د خپلواکۍ په ورځ يې په شمشاد تلويزيون کې خپله ډرامه وړاندې کړې وه، له شمشاد تلويزيون څخه خپل سخت خپګان ښودلى دى او ويلي يې دي چې شمشاد نړيوال تلويزيون ورسره ډېر ناوړه چلند کړى دى.
شمشاد تلويزيون د افغانستان يو له مشهورو تلويزيونونو څخه دى، چې ((شمشاد نړيوال تلويزيون)) ورته وايي او دعوه لري چې د پښتنو يواځنى نړيوال تلويزيون دى، خو د کندهار يو ممثل يې پرې لوى تور لګولى دى.
نوموړي د خپل فېسبوک په پاڼه ليکلي دي، چې له کندهار څخه تر شمشاد تلويزيون پورې مې خپلې ډېرې افغانۍ مصرف کړې او ځان مې دې ته راورساوه، چې د خپلواکۍ په وياړ خپله ډرامه وړاندې کړم، آن تر دې چې د څښلو اوبه مې هم د ځان لپاره له بهر څخه رانيولې وې، خو د شمشاد تلويزيون، چې ځان ته نړيوال تلويزيون هم وايي، نه يواځې دا چې ناوړه چلند يې راسره وکړ، بلکې زما د هنر سپکاوى يې هم وکړ.
نوموړي خبريال سره په خپلو خبرو کې وويل، په هېواد کې له هنرمندانو سره ډېر زياتى کېږي او داسې تلويزيونونه هم د هنرمندانو سپکاوى کوي، موږ خپل هنر د خپل ولس د بدلون لپاره کاروو او هېڅ کله له ولس د خپل هنر بدله نه غواړو، خو که داسې بد وضعيت راسره څوک کوي، نو دا ښه خبره نه ده.
نوموړي په فېسبوکپاڼه همدا راز ويلي دي، چې هنر مې په خپله خوښ کړى دى او هېڅ عوض يې له ولس څخه نه غواړم، هر ډول لاره چې ده، ما منلې ده، خو د يوې لويې ادارې رښتونې څېره هم ولس ته روښانول غواړم، چې دوى له هنرمندانو سره څه ډول وضعيت کوي.