د ټچ موبايلونو او ټولنيزو رسنيو په دې زمانه کې چې چرته خلک خپل انځورونه ډېر خپروي

د ټچ موبايلونو او ټولنيزو رسنيو په دې زمانه کې چې چرته خلک خپل انځورونه ډېر خپروي، نو بل خوا سيلفيانو هم سخت زور اخستى دى، زيات خلک داسې هم شته، چې د هغوى د موبايل کېمرې سم ريزلټ نه ورکوي، نو ځکه يې سيلفيان سم نه راځي، خو ډېرى خلک بيا که څه هم ښه موبايلونه لري خو د ښې سيلفي په اخيستو نه پوهېږي.
خو اوس د دې ستونزې د حل کولو لپاره ګوګل هم مېدان ته راوادانګل، د ګوګل شرکت د ګوګل نيټو کېمره اېپ ((ګوګل کېمره)) په نوم يو ايپليکېشن جوړ کړى، چې د ښې سيلفي په اخيستو کې په ستاسو سره مرسته کوي.
په دې لړ کې يو شمېر اپليکېشنې له مخکې هم شته، خو ګوګل وايي چې دا ايپليکېشن يې په ځانګړې توګه د ښې سيلفي لپاره تيار کړى دى، چې د انځورونو او ويډيوګانو جوړولو په لړ کې به تاسو ته ډېر ښه ريزلټ درکوي. ګوګل خپل دا ايپليکېشن اوس مهال يواځې د انډرويډ موبايلونو لپاره جوړ کړى او په يو شمېر هېوادونو کې اوس مهال کار کوي.
د ګوګل شرکت په دې اړه څه نه دي ويلي، چې اوس مهال دا ايپليکېشن په کومو کومو هېوادونو کې فعال دى، خو هغوى ويلي دي چې دا ايپليکېشن د پلى سټور نه په وړيا توګه هر څوک ډاونلوډ کولاى شي.
د ګوګل دا ايپليکېشن نه يواځې دا چې د سيلفي انځور په اخيستو کې، بلکې په ويډيو جوړولو کې هم مرسته کوي، دا ايپليکېشن پرمختللې ټيکنالوجۍ سمبال دى، چې د انځور سره سم رنګونه او رڼا برابروي. د دې ايپليکېشن کارول ډېر اسانه دي، لکه څنګه چې نور ايپليکېشنې کار کوي، دا هم همداسې کار کوي، خو د نورو په پرتله دا په انځور اخيستو کې يو څو سيکنډه زيات وخت اخلي.
دا ايپليکېشن اوس مهال په افغانستان کې هم کار نه کوي، خو ويل کېږي چې د افغانستان په شمول ډېرى شمېر هېوادونو لپاره به ډېر زر فعال شي.