
د هندي فلمونو ستورې پريتي زنټا د خواله رسنيو په پاڼې انسټاګرام خپل يو پخوانى انځور خپور کړى، چې پکې د نوموړې پېژندل ډېر ګران دي.
د فلم ((دل سى)) نه د خپل فلمي ژوند پيل کوونکې پريتي زنټا شمېر د هندي سينما په نوموړو هنرمندانو کې کېږي. پريتي په نن سبا ورځو کې له فلمونو لرې ده، خو په ټولنيزو رسنيو ډېره ښکاره کېږي. نوموړې اوس په انسټاګرام خپل يو پخوانى انځور خپور کړى دى، چې د انځور په ليدو دا په يقين سره نه شي ويل کېداى چې په رښتيا هم پريتي ته ده او که نه.
د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، پريتي زنټا فلمونو ته له راتلو مخکې په ماډلنګ کې هم ځان ته نوم پيدا کړى و، نوموړې د ماډلنګ د وخت يو انځور له خپلو مينه والو سره شريک کړى او ورته يې ليکلي دي، چې دا زما د مجلې لپاره ويستل شوى لومړى انځور دى. د انځور په ليدو يقين نه کېږي چې پريتي زنټا ده، ځکه په انځور کې د پريتي په مخ زنخدان يا هغه وړه کنده بېخي نه ښکاره کېږي، نو ځکه خلکو ته ګرانه ده چې دا انځور په اسانۍ وپېژني.
ياده دې وي چې پريتي زنټا کله واده وکړ، نو هندي سينما سره يې مخه ښه وکړه، خو نوموړې اوس بيا غواړي چې هندي سينما ته راشي او په يو نوي فلم کې يې کار هم کړى دى، چې ((بهيا جي سپرهټ)) نومېږي، چې پکې ورسره سني ديول او اميشا پټيل هم مهم رول ترسره کړى دى. دا فلم به ډېر زر نندارې ته وړاندې شي.