د سنوکر فدراسیون مسؤلین: ستونزو ورزشي فعالیتونه اغېزمن کړي

د افغانستان د سنوکر فدراسیون مسؤلین وايي چې د افغانستان د المپیک د مشرۍ پر سر وروستيو ستونزو د لوبغاړو لوبې او ورزشي فعالیتونه اغېزمن کړي دي.
د سنوکر فدراسیون رئیس محمد عزیز اعظمي د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې موازي ورزشي کمېټې او فدراسیونونه د دې لامل شوي چې د سنوکر لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې ښه ونه‌ځلېږي.
نوموړی له ولسمشره غواړي چې هر څومره چې امکان ولري د المپیک ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.