د انسانیت نامې ته

پوهان وایې: انسانیت د ښکلا یوازینی هغه تر ټولو بهترترین او لومړنی مثال دی؛ کوم چي له پیدایښت سره سم ورته د کایناتو ټولي ښکلوګاني په سجده شوې.
انسانیت ته په درناوي:
له کومه چي د نړۍ اساس ایښودل شوی، نو ورسره سم د انسانیت ګلاب هم غوړېدلی.
کاینات شاهد دي. کله چي په دونیا کي د خاوري پر لمن، د لومړي انسان اول قدم ولګېد؛ نو د دوی ټولو د راحتۍ او ویاړ شېبې له هم هاغه ځایه را پیلي شوې.
هیڅ یو نابینا (ړوند/جاهل) هم تر اوسه پخپل هاغي ناپاکي څرګندوني پوره باور نلري؛ کوم چي هغوی یې د انسانیت د ښېګړي په سپېڅلي حق کي کوي.
شک نشته، چي انسانیت له ازله د ښکلا او سپېڅلتوب په مبارکو جامو کي هغه پوښل شوی ښایست دی؛ چي د نړۍ هیڅ ګندګي به هم ورته خپل خیرن تاثیر ونشي رسولای.
کله چي په انسانیت کي تور داغ را پیدا کېږي؛ نو هغه هم د هابیل ع له هاغي ښګڼي وروسته دی؛ چي خپل سترګي د دې لپاره د قابیل په وړاندي ټیټي نیسي، چي هغه یې مشر ورور دی او هغه ته وخت ورکوي، تر څو په ډېره ارامۍ سره خپله غوسه سړه کړي او د هغه مبارک ژوند د خپلو شیطاني احساساتو قرباني وګرځوي.
نو، هغه انسانیت چي د شروع سر یې هم په همداسي قربانۍ رنګ وي، څنګه به خپل الهي ارزښت او مقام له لاسه ورکړي؟!
د اوسنۍ زمانې له ډېرو نیمه ژوندي انسانانو له خولې اورېدل کېږي؛ چي انسانیت د نړۍ له مخي ګډه شوی.
دا خو اصلاً ممکینه نه ده، هغه انسانیت چي له برکته یې د ټول جهان بنسټ ایښودل شوی؛ نن به د هم هاغه جهان له ترک کېدلو نه مخکي، انسانیت ترې کډه کوي.
حقیقت داسي نه دی؛ بلکي ټول هغه تور ګنده دوزخي داغونه، چي د انسانیت د بدنامۍ باعث ګرځي/ګرځېدلي، هاغوی له سره له انسانیت سره څه تعلُق نلري؛ ځکه چي انسانیت د اغاز نه له پاکۍ څخه را پیل دی؛ خو د انسانیت له پیدایښت سره سم، چي د خدای ج په امر کومه د اور چټله څړیکه، د لعین شیطان په نوم پیدا شوه، هغه د انسانیت د ټولو ناحقو داغونو زیموار دی.
نن که هر څوک د انسانیت د بدنامولو لپاره، د انسانیت په جامه کي، د انسانیت خلاف حرکات کوي؛ ضرور نه ده، چي هغه دي له باطن څخه هم انسان وي؛ بلکي سل په سله کې کېدای شي، چي هغه د انسان په روب کي د شیطانیت یوه غولونکې او پلیته لمبه وي.

په ټولنیزو رسنیو کي مي د ځوان قشر اکثر وخت داسي ګیله له سترګو کېږي؛ چي ګواکي انسانیت نور نشته؛ څه چي روان دي، بس یوازي بد دي، د ښوالي خو څرک له مخي روک دی. نه! داسي څه په یوه نازک فکر کي را ویستل او ساتل خپله بده کړنه ده. که انسانیت ونه اوسې، نو مونږ انسانان ولي پاتي یوو؟!
پرته له شکه، چي انسانیت اوس هم په هم هاغه پیمانه شتون لري، څنګه چي لومړی اغاز او بیا پخش شو. بس مونږ د اوسنۍ دورې انسانان لږ څه کمبینه یوو، چي د زیاتي تنګسیا او بې مانا اندېښنو له وجهي ډېر لیري موقعیت نشو لیدلای؛ ګینې که نور نه وي، نو یوازي دا خو د انسانیت د ښېګړي تر ټولو غوره بېلګه ده، چي نن یې د مهربانۍ له مخي زه، ته او د ټولي نړي شته انسان د دونیا جنتي هوا تنفوس کوي او ښکلاګاني مو یې اکثر خولې په مینه ناکه موسکا پوښي.
زما به بس، د ځان په شمول د نړۍ له ټولو انسانانو په خاصه توګه له افغان ځوان نسل څخه یوازي دا هیله وي؛ چي د څو بې اهمیتو بدیو په وړاندي د انسانیت پراخه مانا او ناپایه لمرین وجود تر پوښو لاندي نکړي. زغم وکړي، مبارزه وکړي او د انسانیت له ټول سپېڅلي سبحان ځواک څخه په استفاده، د دونیا ټولو شیطاني کړنو او بدیو ته خوله او سر ماتونکی ځواب ورکړي. داسي به بیا په ټول جهان کي د انسانیت هیڅ لاروی هم د انسانیت د غورتوبونو په مقابل کي ړوند پاتي نشي او انسانیت به د ټولو انسانانو لپاره په را تلونکي جهان کي هم تر ټولو خوږه او نه هېرېدونکې خاطره واوسي.
په اخیر کي، د انسانیت د بېساري ښایست په ویاړ:
انسانیـت څــه بــې مِثاله ښــایست دی
انسانیت د هر جهان تیارو ته لمر دی
فیضاني
 په درنښتونو...
2017/22/8
10:51 PM، دوشنبه
کاري دفتر، شهرنو، کابل.