د نشه يي موادو استعمال له ځان سره دښمني

د نشه يي موادو استعمال له ځان سره دښمني !
نشه یو یو ډېر بد عادت دی چې عموماً نارینه پرې اخته کېږي. سره له دې چې د نشه يي توکو استعمال د اسلام د مبارک دین له نظره حرام دی، هوسا ژوند هم بربادولی شي. د اسلام سپیڅلي دین انسانان له نشو منع کړي دي. له حضرت جابر (رض) څخه روایت دی چې حضرت محمد (ص) فرمایلي دي: هر نشه راوړونکی او مستي راوستونکی څيز حرام دی.
ساینس او طب هم دا ثابته کړې ده چې د نشه یي توکو استعمال ستاسو بدن زیانمنولی شي. نشه او په ځانګړي ډول د سیګرېتو څکول یو تر ټولو ضررناک او بد عادت دی چې د بدن هر غړی مو اغېزمنولی شي او د هغه غړي د خرابېدو لامل ګرځي.
یوې تازه څېړنې ثابته کړې ده چې هرکال یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې د سیګرېټو په څکولو ۵۸۰۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د نشې لفظ یوازې سیګرېټو ته نه دی ځانګړی شوی، بلکې ټول نشه يي مواد چې د انسان حالت بدلولی شي، نشه بلل کیږي، لکه: نسوار، چرس، پوډر، اپین، هیرویئن، شراب او داسې نور.