۱۳ کاله مخکې ورکه شوې الماسي ګوتمۍ ګاځره کې وموندل شوه

۱۳کاله مخکې ورکه شوې الماسي ګوتمۍ ګاځره کې وموندل شوه !
یوې کاناډايۍ ښځې خپله ورکه شوې الماسي ګوتمۍ ۱۳ کاله وروسته ګاځره کې موندلې ده. ۸۴ کلنې ماري ګرامز هغه مهال د خپلې کورنۍ کرونده کې ګرځېده او وښو کې ورنه ګوتمۍ ورکه شوې وه.
مېرمن ګرامز له خپل زوی پرته په دې اړه هېچا ته څه نه و ویلي. د دوشنبې پر ورځ د هغې نږور کولین دالې د سلاد لپاره له پټي نه دغه ګاځره راویسته او په راز خبره شوه.
ګوتمۍ تر کلونو پورې خاوره کې پټه وه، خو ګاځره مخامخ د ګوتمۍ په منځ کې شنه شوه او ګوتمۍ یې له ځانه سره بهر ته راوایسته.
مېرمن ګرامز له شرمه د ګوتمۍ ورکې په باب خپل مېړه ته څه نه ویلي او پر ځای یې له بازاره یوه بله ارزان بیه ګوتمۍ رانیولې وه. هغه وايي.
ښايي سم کار مې نه وي کړی، خو خلک داسې کارونه کوي.
مېرمن کولې وايي، ګاځره یې پرېمینځله چې ګوتمۍ ته یې پام شو او مېړه یې سملاسي پوه شو، چې دا یې د مور ورکه شوې ګوتمۍ ده.
مېرمن ګرامز وايي اوس فکر کوي، چې کاشکې یې هغه مهال مېړه ته په دې اړه ویلي وای، چې پنځه کاله مخکې ومړ.
هغه وايي مېړه یې ټوکي و او دغه حالت به یې په ټوکه ټکاله بدل کړی وای. دا لومړی ځل نه دی، چې یوه ښځه خپله د الماسو ورکه شوې
ګوتمۍ بېرته مومي. ۲۰۱۱ کال کې د سوېډن یوې ښځې ۱۶ کاله وروسته د واده ورکه شوې الماسي ګوتمۍ وموندله