سي پي ايل: د محمد نبي خوندوره لوبه، پيټريوټس بريالۍ شوه

د ويسټ انډيز په تجارتي سياليو يا کريبين پريمئير ليګ کې د افغانستان مخکښ الراونډ محمد نبي دا ځل هم خوندوره لوبه وکړه او د محمد نبي لوبډلې کټس اېنډ نيويس پيټريوټس بريا ترلاسه کړه. محمد نبي په ١٢ توپونو د ٣ شپږيزو او ١ څلوريزې په مټ ٢٩ منډې ترسره کړې او همداسې يې ١ لوبغاړى هم وسوځاوه.
د کريبين پريمئير ليګ په ٢٠مه لوبه کې کټس اېنډ نيويس پيټريوټس او جمايکه تلواس لوبډله مخامخ شوې. د لوبې پچه جمايکه تلواس لوبې وګټله خو پيټريوټس ته يې د توپوهنه بلنه ورکړه.
د پيټريوټس لوبډلې له لوري کرس ګيل او ايون ليوس توپوهنې ته راووتل او خوندوره لوبه يې پيل کړه. دواړو په شريکه ١١٠ منډې ملګرتيا وکړه، چې ليوس خپله ويکټه له لاسه ورکړه. پيټريوټس لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ٣ ويکټو په تاوان ٢٠٨ منډې وکړې او تلواس لوبډلې ته يې ٢٠٩ منډې هدف وټاکه.
د پيټريوټس له لوري کرس ګيل ٧١، ايون ليوس ٦٩، محمد نبي ٢٩، کارلوس ٢٦ او برينډن کنګ ٦ منډې وکړې. د تلواس لوبډلې له لوري کيسريک ويليمز، اوډين سمت او کريشمر سنتوکي يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ياد هدف د پوره کولو لپاره د جمايکه تلواس لوبډلې ګلين پلپس او ټريون ګرفت توپوهنې ته راووتل، دواړو ٦٤ منډې ملګرتيا وکړه او د تلواس لومړۍ ويکټه د ګرفت وسوځېده، نوموړي ٤٢ منډې کړې وې.
جمايکه تلواس لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ٧ ويکټو په تاوان ١٧١ منډې وکړې او لوبه يې وبايېلله، کټس اېنډ نيويس لوبډلې په ٣٧ منډو بريا ترلاسه کړه.
د جمايکه تلواس له لوري ټريون ګرفت ٤٢، ګلين پلپس ٣١، رومان پوويل ٣١، انډري مک کارتي ٢١، کومار سنګاکارا ١١، اوډين سمت ١٠ او سيمونس ٦ منډې وکړې.
د پيټريوټس لوبډلې له لوري تبريز شمسي ٣، محمد نبي ١، جوناتن کارتر ١، کارلوس ١ او سمويل بدري هم ١ ويکټه ترلاسه کړه او خپلې لوبډلې ته يې بريا ور په برخه کړه.
د لوبې غوره لوبغاړى ايون ليوس وټاکل شو.
ياده دې وي چې کټس اېنډ نيوس پيټريوټس لوبډلې ٧ لوبې ترسره کړي دي، چې ٥ کې يې بريا، ١ کې ناکامي او يوه بې نتيجې پاى ته رسېدلې ده. د محمد نبي لوبډله پيټريوټس دوهم مقام ته لاړه، چې ١١ پواينټونه لري، په لومړي مقام د ټرينبېګو نايټ رايډرز لوبډله ده، چې د ١٢ پواينټونو سره يې لومړى مقام خپل کړى دى.