
مرتضی پاشايي په ۱۳۶۳/۵/۲۰ دایران په تهران کي زېږېدلی دئ، هغه د کوچنيوالي څخه د موسيقۍ سره علاقه لرل، او تل به يې هيله دا وه، چي دموسیقۍ به نړۍ کي خاص نوم ولري.
پاشایي په څوارلس کلنۍ کي دګيتار ښه ږغونکی وو، ورپسې پيانو هم زده کړه.
پاشايي په ۱۳۸۹ هـ ش کال کي ځيني سندري د انټرنيټ د لاري خپرې کړې او هغه يې دشهرت په ټال کي کښېنوئ، دهغه اولنی البوم په ۱۳۹۱هـ ش کال د ( يکی هست ) وو، چي هغه البوم يې دایران په پاپ موسيقۍ کي رسمي خپور سو او ور پسې نور دوه البومونه ( ګل بیتا) او ( اسمش عشقه) یې هم رسمي خپرېدوته نوماند سوه، چي هغه د ده دمرګ وروسته په ۱۳۹۴ کي رسمي خپاره سوه.
په ۱۳۹۲۲ هـ ش کال دقوس په میاشت کي په مریضۍ اخته سو کله چي د تشخص لپاره روغتون ته ولاړی نو پوه سو، چي د معدې په سرطان اخته دئ.
کله چي دهغه مریضۍ څخه خلک خبرسوه، نو هره ورځ په زرګونه خلک د روغتون مخته ولاړ وو، دده دروحيې دپياوړتیا لپاره د ایران هيواد د فرهنګ مرستيال وزیر څو واره روغتون ته تللی دئ.
هغه پوره يو کال دغه مریضي وزغمل او بالاخيره په ۱۳۹۳/۸/۳۲ د ۳۰ کلنو په عمر ددې نړۍ څخه د ابد لپاره سترګي پټي کړې.
مرتضی پاشایي دنورو ایراني سندرغاړو سره دوګاني سندري هم ویلي دي او همداسي د زیاتو ایراني سندرغاړو ته يې کمپوزونه هم جوړ کړي دي، چي ښه مثال يې د نديم د ( نګو نګو) سندره ده.
مرتضی پاشايی ډيري سندري ویلي دي، چي ځيني مشوري يې عبارت دي
۱ یکي هست
۲ ګریه کن
۳ جاده ی يک طرف
۴ نګرانی منی
۵ ارزو
۶ اسمش عشقه
۷ بخدا زوده
۸ دیدی
۹ من وت