د زمري ۲۸ مه دافغانستان د ازادۍ اوخپلواکۍ ورځ ده. پوره ۹۸ کاله وړاندې زمونږنیکونواو پلرونو، په خپل اتلولیو، میړانې اوشهامت دترسره کولوپه پایله کې افغانستان دوخت له یرغلګر وانګلیسانو څخه آزاد او هغوی ته يې غاښ ماتوونکي ځواب ورکړل.
انګريزي استعمارګرو په سيمه کې دخپل سياسي حاکميت په ټینګولو، سياسي اواقتصادي موخوته درسېدو لپاره زمونږ پر سپیڅلې خاوره درې ځلي حملي کړيدي، خو يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوي، چې زمونږ پر خاوره دزياتي مودي لپاره خپل بشپړ سياسي واک قايم او دايم کړي.
په ۱۹۱۹زیږدیزکال دآزادۍ دتر لاسه کولو جګړه دميړني ولس دستر او غښتلي بچي شاه امان الله خان غازي په مشرۍ دپاي ټکی کښيښودل شو او بریا زمونږ افغانانوپه برخه شوه.
دزمري ۲۸ مه زمونږ د ميړني ولس پر اتلوليو، ميړانې او غرور نه ډکه ورځ او دستر غازي امان الله خان دیاد ورځ ده.
ددې ورځي په منا سبت چي دافغا نستان داستقلال دورځي په نامه دافغا نانو په تاریخ کي په زرینو کرښولیکل شوي ده، نوټولو میړني افغا نانو لپاره دویاړونو اودهسکوشملو ورځ ګڼل کیږي، چې افغانان بایددغه ورځ په ځانګړو مراسموولمانځي. دوی دخپلو، باتورواوننګیالیو، شهیدانو، غازیانو، اتلانو او مجاهدینو کارنامې راژوندۍ او تل یې ستاینه وکړي.
دداسي ملي اوپرتمینوورځوپه درناوي؛ دټولوافغانانو ملي وجیبه ده، چې په را رسیدو سره يې دوی په خپلو منځونو کي په پوره یوالی، ورورګلوي، اتحاد،مینې او محبت سره یادونه یې وکړي، چې زمونږ په ویاړلي تاریخ کې نوم تل ژوندی پاتې شي اوکوم هیواد، چې افغانستان ته د یرغل وړلوو، فکر ولري، له دې برم تاریخ څخه عبرت واخلي .
درنوهیوادوالو، شمله ورو او سرلوړو افغانانو! راځئ چې دخپل ګران افغانستان دآزادي اوخپلواکي ورځو ته ویاړ وروبښوو؛ د ډاډمنې سولې په راوستو، په خپلوکې دیوالې اویومټې کیدو، دجنګ اوجکړوڅخه لاسنیوی، دقدرت اوڅوکي دفکرکولوپرځای د افغان ملت کړیدلې اوځوریدلي ولس ته خدمت کولو شعار په ژبه نه؛ بلکې عملي جامه ورواغوندو. نو بیا دشته ناخوالوڅخه وتلای شواوتل بریا به زمونږ په برخه وي.
وروستي