د کرایې ډولونه:
متفرقه کرایهDifferential Rent : په تیر څپرکې کې مو ولوستل چې کرایي ځکه پیدا کېږي چې د ځمکې عرضه ثابته وي او تقاضا ورته ډېره وي او دا مو هم ولوستل چې ځمکه د حاصل له کبله او موقعیت له مخې یو له بل سره توپیر لري نو ځکه د ځمکې کرایه هم توپیر لري هغه ځمکه چې ډېر حاصل ورکوي ډېره کرایه لري او هغه ځمکه چې لږ حاصل ورکوي لږ کرایه لري په همدې ډول هغه ځمکه چې ښه موقعیت ولري ډېره کرایه او چې ښه موقعیت ونه لري لږه کرايه پرې ورکول کېږي.
کمښت کرایه Scarcity Rent: کرایه د دې لپاره نه پیدا کېږي چې ځمکه د حاصل په اړخه یو له بلې سره توپیر لري بلکې که چیرته ټولې ځمکې یو شان هم بیا هم کرایه رامنځته کېږي په دې شرط چې دا ځمکه د اړتیا په پرتله کمه وي . ټوله یو شان ځمکه چې ټوله نه وي کارول شوی د عرضې ارتجاعت لري او په هیڅ ډول يې کرایه نه غوښتل کېږي او که چیرته ټوله د کارونې لاندې وي نو بیا عرضه ثابته ده او غیرې ارتجاعي ده .او په همدې وخت کې يې د کار کمښت رامنځته کېږي . ځمکه د کمښت له وجې کرایه هم کمښت پیدا کوي او توپیر هم پیدا کوي چې پرفیسور مارشال يې په اړه وايي ټولې ځمکي توپیري کرایه او کمښت کرایه لري . یو خبره د يادونې وړ ده چې دوه عوامل دي چې د ځمکې کرایه لوړوي .
د خلکو شمېر له پخوا څخه ډېر شي او دویم کروندګر چې کوم توکی کري د هغه قیمت لوړ شي .
مشابې کرایه Quasi Rent : د مشابې کرایې نظریه پروفیسور مارشال وړاندې کړه له مشابې کرايې څخه موخه هغه کرایه ده چې له ماشین الاتو څخه تر لاسه کېږي کوم چې انسان جوړ کړي وي . موږ او تاسو وینو چې ځمکه او نور طبيعي وسایلو عرضه ثابته ده او هغه ماشین الات چې انسان جوړوي د هغوی عرضه هم تر یو وخته ثابته وي او بیا کیدای شي چې ډېره شي د شتمنۍ د ویش د قانون له مخې د هغو توکوعرضه چې تر يوه وخته معینه وي او عاید يې له کرايې سره مشابې وي نو هغه ته مشابې کرایه وایو . پروفیسور مارشال وايي د هغو عوامل چې عرضه تل ثابته وي بدله يې کرایه ده او د هغو عواملو چې عرضه په نسبي ډول ثابته وي د کرايي پر ځای ورته مشابې کرایه وايي .
د پراخې کرنې لاندې د ځمکې کرایه Rent Under Extensive Cultivation : د ځمکې د کارولو دوه لارې وي پراخه او ژوره، له دواړو لارو کرایه رامنځته کېږي که چیرته نفوس ډېر شي او حبوباتو ته اړتیا شي نو له دوو لارو کار اخیستل کېږي لومړی دا چې ډېره ځمکه د کرنې لاندې راوستل کېږي او یا په پخوانې ځمکه ډېره خواري تر سره کېږي وسایل اونور شیان ورته مهیا کيږی په لومړي صورت کې د ځمکې بېلابېل ډولونه د کرنې لاندې راځي او په تولید کې توپیر هم راځي چې کرایه حاصل لرونکی ځمکې ورکول کېږي او بې کرايي ځمکه نه ورکول کېږي .
د ژورې کرنې لاندې د ځمکې کرايه Rent Under Intensive Cultivation: په دې برخه کې یو هېواد یا یوه سیمه ډېره ځمکه ونه لري نو په شته ځمکه د کار او پانګې واحدونه پرې ډېروي چې دې ته د ژورې کرنې لاندې د ځمکې کرايه چې وروسته بیا د د حاصل د کمښت قانون رامنځته کېږي یانې نهايي تولید د د تولید د عواملو کميږي.
د حاصل د کمښت يا د لګښت د ډېرښت قانون: که موږ هر څومره د کار او پانګې په مقدار کې زياتوالی راولو د ځمکې په نهايي توليد کې تر يو ځانګړي حد پورې زياتوالی راځي چې دغه حد ته معياري حد ويل کېږي.کله چې دغه حد ته رسيږي نو بيا که د کار او پانګې په مقدار کې هر څومره زياتوالی راولو په نهايي توليد کې کمښت راځي چې دې قانون ته د حاصل د کمښت قانون ويل کېږي .که په توليد کې زياتوالی د توليد د عواملو د زياتوالي په پرتله کم وي نو دې ډول قانون ته د حاصل د کمښت قانون وايي .پروفيسور بنهم د حاصل د کمښت قانون داسې تعريف کړی: که د توليد د عواملو په مجموعه کې د يو عامل په تناسب کې زياتوالی راشي له يوې نقطې وروسته د دغه عامل په نهايي توليد کې کمښت راځي . همدارنګه پروفيسور الفرد مارشال د حاصل د کمښت قانون په اړه وايي: که ګروندګر په ځمکه د پانګې او کار واحدونه له يو ځانګړي مقدار څخه زيات کړي نو د ځمکې توليد د هغوی په نسبت کميږي په دې شرط چې د کرنې په هنر کې بدلون رانه شي چې کولای شو په لاندې جدول کې ښه روښانه کړو:
د پانګې او کار مقدار |
ټول توليد |
وروستني توليد |
1 |
100ټنه |
100ټنه |
2 |
180 ټنه |
80=100-180 |
3 |
240ټنه |
60=180-240 |
4 |
280ټنه |
40=240-280 |
5 |
300ټنه |
20 = 280-300 |
په پورتنې ګراف کې لیدل کيږي کله چې د کار او پانګې واحد يو وروستني توليد سل ټنه وي خو کله چې د کار او پانګې واحدونه دوه کېږي وروستنی توليد اتيا ټنه کېږي او کمښت په کې راځي همدارنګه د نورو واحدونو په زياتوالي سره په وروستنی توليد کې کمښت راځي ګراف مخ ښکته راځي.
موقعیت او کرایه: د ځمکو د موجوديت له مخې هم کرایه راپیدا کېږي ځکه ځینې ځمکې ښه موقعیت لري لکه بازرا سره نژدي وي او یا سرک سره د هټيو لپاره او یا د کاروبار لپاره مناسبې وی.