د اوسکار جایزو دوه اتیایمه کلیزه ، د هارټ لاکر فلم میدان یوړو .

د ۲۰۱۰ کال د اوسکار دجایزو لمانځغونډه د تېرې یکشنبې پر ورځ دمارچ پر اوومه (۷) نېټه دلاس اینجلیس ( هالیووډ ) په کوداک سالون کې د وتلیوفلمي ستوریو الیک بالدوین او سټیومارتېن په کوربه توب ترسره شوه .
د(هارټ لاکر) فلم د شپږوجایزو په خپلولوسره لومړی اود( اواتار) فلم د دریو جایزو په اخیستلو سره دویم مقام راخپل کړ .
د هارټ لاکر( د درد خزانه ) نومې فلم چې موضوع یې دعراق اوسنۍ جګړه ده او دامریکایي پوځ د هغې ډلې کیسه کوي چې په عراق کې ماینونه شنډوي . دغه فلم نهو جایزو ته په نومول کېدو سره د غوره ډایریکتر ، غوره فلم ، د غوره صحنه جوړونې ،د غږ مکسینګ ،د غږ ایډېټ او فلم ایډېټ په برخه کې شپږ (۶) جایزې راخپلې کړې او اغلې کېترین بیګلیو ددې فلم دغوره ډایریکترې دجایزې په ترلاسه کولو سره د اوسکار په دوه اتیا (۸۲) کلن تاریخ کې دلومړنۍ غوره ښځینه ډایریکترې په توګه خپل نوم ثبت کړ.
داواتار فلم چې دساینس فېکشن پر اساس جوړشوی دی او په راتلونکي کې دسپوږمۍ پر مخ دانسانانو او نورو موجوداتوسره د مخ کېدو کیسه کوي ، نهو جایزو ته په نومول کېدو سره ایله درې هغه ورخپلې کړې . دغه فلم دهالیووډ وتلې فلمي ډایریکتر جیمزکامرون د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته د ۲۳۷ میلیونو امیکایي ډالرو په لګښت جوړ کړی دی اود ۲ میلیارده ډالرو په ګټلو سره یې دنړۍ تر ټولو لوړ کاروبارې فلم مقام وګاټه . دیادونې وړ ده چې په ۱۹۹۷ کې د همدې ډایریکتر له خوا جوړشوي مشهور فلم( ټایټانېک ) ریکارډ هم دغه فلم ور مات کړ . د ټایټانېک فلم هغه مهال ۶۰۰ میلیونه امریکایي ډالره کاروبارکړی و . دفلمي نړۍ د مینه والو لپاره خو د حیرانتیا وړ خبره داده چې دهارټ لاکر په فلم ایله ۱۱ میلیونه ډالره لګښت راغلی او ټولټال ۱۵ میلیونه ډالره کاروبار یې کړی دی او دا لومړی ځل دی چې ددومره کښته کچې فلم دومره ډېرې جایزې ترلاسه کوي . په زړه پورې خو داده چې کېترین بیګلیو د جیمزکامرون پخوانۍ مېرمن هم ده چې د کره کتونکو په وینا دا ځل په اوسکار کې د ښځې او خاوند تر منځ ستره سیالي هم روانه وه چې په پایله کې یې مېرمنې وګټله . پر دې سربېره د ۲۰۱۰ کال داوسکار دجایزو د نومونې په برخه کې نوې خبره دا وه چې دا ځل دپېنځو پر ځای لس فلمونه دغوره فلمونو په توګه جایزو ته نومول شوي وو او دې کار دفلمي کړیو د کره کتونکو ترمنځ یو څه ناندرۍ هم راوپنځولې .خو له دې هر څه ، سره سره سږ کال داوسکار جایزو دویشلو مراسيم په خوندوره او سندیزه فضاکې ترسره شول ، د سینمایي او فلمي هنر په بېلابېلو برخو کې جایزې ورکړل شوې. همدارنګه جیف بريجز دغوره نارینه لوبغاړي په توګه د کریزي هېرټ (لیوني زړه ) له فلم څخه او ساندرابولاک دغوره ښځینه لوبغاړې په توګه دبلاینډ سایډ ( ړانده اړخ ) له فلم څخه دکال غوره جایزې تر لاسه کړې .