
پوهنمل محمود نظری
اجمل خټک په بنيادي توګه هغه ترقي خوښى شاعر دى چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ دى او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې دي.
دپاکستان او افغانستان دواړو ملکونو پښتانۀ، داجمل خټک سره يو شان مينه لري هغه هم دواړه ځایه خپل کور او خلک يي خپل وړونه ګڼي او وايي
تا چې زلفې راخورې کړې زړۀ مې خور شو
سودائى دې کړم د سوده مې زړۀ تور شو
ما ودان کابل په خوب کې دی ليدلی
که تالا پکې زما د کاکا کور شو
زما ورور
زما ورور که په رښتيا را سره ورور شی
په وحدت باندی روان په يوه لور شی
داخلی او خارجی دښمن به مات شی
افغانان به بيا څښتن د يوه کور شی
هغه په نیوکه وایي که رښتیا راسره ورور شي ؟
هغه لکه پيشاور افغانستان هم خپل کور بولي او هغه چې دا پښتانه سره جلا کوي که د لر وي که دبر هغه خایین بولي او وايي
پيشور دی که کــــــــــــــوټه زما کور دی
ننګرهار دی که کابل دی زما ورور دی
هر خايين چې دی کې خنډ اچول غواړی
که دلر دی که د بر دی مخ يې تور دی
هغه غواړي ووایي دواړو خواته غداران شته چې د پښتون یووالي نه غواړي.
هغه يوه شپه د خپلې وينا په پای کې دا په زړه پورې بيتونه واوروله: هغه په دې بیتونو کې هغه ډارن خلک غندی چې د خپل د زړه خبره کولی نشي خټک يي ژوند په دنیا چټي بولي او وايي:
چا وی چه څه الا بلا دی ووی
ما وی چه ښه صفا صفا می ووی
چه څه دی زړه غواړی او اونه وايی
هسی تش لوت په دنيا څه له پايی؟
دغه بيتونه « دغيرت چغه» نومی کتاب په پای کې چاپ شوی دی.
هغه د خپل مړینی خبر داسې ورکوي:
ځان مې په درکې کړدرته خاورې
په خق خق خاندې ژړامې نه اورې
یوه ورځ به واورې چې خټک ومړ
که ناورې ناورې داخوبه اورې
هغه په طنزي نیوکه وایي زما نه اورې زما په ژړا خاندې مګر زما له مړینې وروسته به پوه شي
اجمل خټک په ټول انساني عظمت او پښتني وقار نن په تللو کي په پټه خوله وايي:
اب مجهې مرنې کی پرواه نهين
مين نې جينې کا حق ادا کرديا
نن د مړینی پروا نه لرم
چې د ژوند حق مې ادا کړی
وه ایک بار مرې جن کوتها حیات سې پیار
جو زندگی سې گریزان تهې روز مرتې تهې
هغه یو وار مړي چې د ژوندسره مینه لر ي
چې له ژوند ه تښتي هره ورځ هغه مړي
هغه د ژوند په وروستیو ورځو کې په سیمه کې د جنګي حالتو په لیدوچې ډیر کمزورۍ شوی وو وایي
بار د عمر راته تن او بدن زوړ کړو
بې وسۍ مي هغه ګرم ژوندون سوړ کړو
پاکه خدايه! چي دا څه لوبه راوشوه
زه د کټ شومه، وخت نوې مېدان جیوړ کړو
بیا وايي
په چم کي د غټانو يو ملنګ غوندې خټک وو
تپوس وکړئ، چي سپو خو يې خوړلی چرته نه دی
نن ټول سړی خواره د کلي خپلو کي لګيا دي
يې خوارو راپېدا يې کړی دا نن وخت د هغه دی
د هغه د« د افغان ننګ » په کتاب کې. « د ثور انقلاب او افغان ولس » کيسه ګوټی تر سر ليک لاندی، ليکی:
« ...د انقلاب ثور په نامه بدلون د افغانستان شاهی نظام خاتمه اوکړه
د دې واقعې نه لږی ورځي پس مونږ د کابل نه کندهار ته روان شو... د غزنی او قلات مينځ ته اورسيدو نو هلته د سړک غاړی دکان کي لږ تم شو. دکان څه و، دلرګو، غنو، وښويو څپر غوندې وو، پکې يو سپين ږيری ناست وو مخامخ ورته په يو لوښی کی ګزاری « نسوار » پراته وو.
...مونږ کښيناستو او اوبه مو وڅښلی... دده نه مو ټپوس اوکړو: ماما دلته انقلاب شويدی، ته خبر يی که نه؟ هغه زر جواب راکړو، انقلاب منقلاب باندی دی نه پوهيږم، دورانيان ورک شول او شکر دی غلجی راغلو، اوس به افغانستان ګل و ګلزار شی »...
شار صفاته ورسيدو بيا تږی شوی وو، د سړک غاړې کي يو سپين ږيری د کوکا کولا دکان لګولی وو هغه ته ودريدو او بوتلونه تری وڅښل دلته ما د ده نه ټپوس اوکړو: ماما! وايي په کابل کي انقلاب شويدی، ستا څه خيال دی؟ هغه غوصه شو او ويويل انقلاب پدر مړی نه دی، آخره زمانه شوه، د غلجو پاچاهی راغله، مشرانو به ويل چه آخره زمانه شی نو يو به د غلجو باچاهی راشي، بل به دجال را شي... »
دلته اجمل خټک دا کنايه وړاندی کوي چې د ثور بدلون مخ کې له وخته راغلی وو، او ان خلک ور باندی خبر هم نه وو.
په دغه داستان ګوټی کي وروسته اجمل صايب د انقلاب د طرفدارانو نظريې بيانوي او په پای کې قضاوت خلکو ته پريږدۍ.
.
ښه خو غني دى چې خم تش کي نظم وليکي
اخځونه
Samsoor.com-1
Benawa.com-2
Thanda.blogna.tolafghan.com-3
Pashtoonkhwa.com-4
Nengrahr.com-5
khyberwatch.com-6
kotiposti.net-7
voanews.com-8
talafghan.com-9
/