
وې ویل:
ـ ولې خپه ښکارې؟
ـ اسې!
کریم راته مخامخ کېناست. ما د موبایل پر سکرین ورو ـ ورو ګوتې را ښکتې کړې. زما لاړې نه تیریدې، خو سوړ اسویلی مې وه وېست. ومې ویل:
ـ دې وطن کې خو نور ژوند خوند نه کی!؟
هغه مسک شو.
ـ ولې؟
ـ خبره د ولې نه ده؛ انسانیت نشته.
ـ ته نو څه شي ته زړه خورې؟
ما د موبایل صفحې پر مخ په فسبوک کې یو تت انځور ولید. سم له واره ځیر شوم، خو ذهن مې نه منله. وروسته مې چې پوسټ کلیک کړ. بیا مې هم عقل نه منله. ماته انځور کې غوږ خوړل شوی ښکارېده.
کریم ته مې وویل:
ـ دا وګوره! رښتیا به وي؟
هغه را نیغ کېناست. سترګې یې چې په انځور ولګیدې، نو وې ویل:
ـ دا اصف مومند نه دی!؟
ما له مومند اورېدو سره، همداسې انځور ته کتل. په فکر کې مې همدغسې یوه صحنه جوړوله، خو زه به په صحنه کې له خپل ځانه وډار شوم.
کریم تش وېش ـ وېش کول. ومې وویل:
ـ دا عطا چې سم په دار سي، نو هله به مې زړه یخ شي.
ـ عطا ـ عطا مه کوه؛ هغه یو داړه مار دی داړه مار!
۱۳۹۶هـ ش، زمري ۲۷مه