چې مې څنګـــه بس غوږوته اذان راشي
نيت چې وکړم دلمانځه نوشيطان راشي
خدايه ته مې اوبخښې بخښنــــــه غواړم
ذکرستاکړم خومې خولې ته جانان راشي
دقسمت سره هېڅ نه کيږی ملګــــــــــرو
په هرکارچې کړم لاس پوری تاوان راشي
چې دا تير زاړه وختونه راپه زړه کړم
دخوږو خوږويارانـــــــــوارمان راشي
په دې لاروبيابانو بس ګوښه مــــه ځه
ای خپلواکه شه لږتم که کاروان راشي
هارون خپلواک
وروستي