غزل

ستړی او ستومانه له خپل کاره هره ورځ
راځم چې په دې کلي په دې لاره هره ورځ
دکوم يو مسافر ورورد ديدن لارې به څاري
ناسته يوه پيغله وي کراره هــــــــره ورځ
اشنا بيا به دې څو په دغو ورکو لارګورم
ورکيږی په لسګونوله دې ښاره هره ورځ
هېځ يوه ډولۍ هم دغه کلی ته را نغلــــه
ووځي جنازې ترينه بی شماره هره ورځ
داټال به چرته واچووکه کال ته اختر راشی
ماتيږی چې شنې څانګې له چېناره هره ورځ
خپلواکه زوره وردی داښکاريان که ښکارپرې نه ږدې
کميږی ځي کــــــوترې لـــــه کتاره هـــــــــــــــــــــــــره ورځ