د ژوند لپاره د نړۍ تر ټولو غوره ښار د اسټرالیا ملبورن دی

ایکانومېسټ اقتصادي معلوماتو ادارې په کلني رپوټ کې د نړۍ د ښارونو په هکله رپوټ خپور کړی دی.
دوی د اسټرالیا ملبورن ته د ژوند لپاره تر ټولو غوره او د سوریې دمشق ته د ژوند لپاره تر ټولو بد ښار نوم ور کړی دی.
په دغه رپوټ کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو پر ۱۴۰ ښارونو څېړنه شوې ده او د ټیکاو، روغتیايي خدمتونو، کلتور، چاپېریال، روزنیز وضعیت او بېخ بنا له مخې ډلبندي شوي دي.
د ایکانومېسټ د څېړنې له مخې د ایران پلازمېنه تهران په ۱۴۰ ښارونو کې ۱۲۷ ځای لري، خو په تېرو پنځو کلونو کې یې د ژوند د ښه والي خورا ښه درجه خپله کړې ده.
تېر کال هم دې ادارې ملبورن د ژوند لپاره خورا غوره ښار بللی و، خو تېرو څو کلونو کې د نړۍ بې ټیکاوي د ځینې ښارونو د ښه والي یا بدوالي درجه بدله کړې ده.
د ترهګریزو ګواښونو په دلیل د ځینې اروپايي هېوادونو د ښارونو درجه ټیټه شوې ده.
دا په داسې مهال ده چې د ایسلېنډ د پلازمېنې ریکیاویک او د هالنډ د پلازمېنې امستردام درجه د کلتوري رنګارنګۍ او د جرم او جنایت د کچې د ټیټېدلو له امله بهتره شوې ده.
په دغه رپوټ کې د اسټرالیا ملبورن، د اتریش ویانا، د کاناډا کالګري، ټورنټو او ونکوور د نړۍ خورا غوره ښارونه بلل شوي دي.