د خپل ایمیل او فيسبوک اکاونټونه څنګه خوندي وساتو.

 
د دې لپاره، چې ایمیل یا فېسبوک اکاونټ او کمپیوټر مو د انټرنیټي حملو څخه خوندي پاتي سوی وي، که لاندي څو تګلارې او معلومات په نظر کې ونیسو، تر ډیره به مو ایمیل یا فېسبوک اکاونټونه او کمپیوټر د دغه ډول حملو څخه ژغورل سوي وي.
 ۱. کمپیوټر ته د خوندي سرچینو له لارې د انټي ویرویس داخلول یا انسټالول مهمه ده. په انټرنیټ کې ځینې وړیا انټي ویرویس سیټفونه هم سته، چې تر ډاونلوډ وروسته په کمپیوټر کې انسټالیږي، خو په دې کې یوشمېر یې د علت څخه خالي نه دي او کله چې موږ د دې ویبپاڼو څخه یو شمېر سیټفونه ډاونلوډوو؛ کېدای سي له دې لارې د ډاونلوډ په کلیکولو او یا هم داسي ویبپاڼې ته د داخلیدو لامله زموږ پر کمپیوټر انټرنیټي حمله وسي؛ نو ځکه د سیټفونو او نورو توکو ډاونلوډول د خوندي او باوري سرچینو له لارې مهم دي. 
۲. د اکاونټ یا ویبپاڼو د خلاصولو او یا وروسته د کار کولو پرمهال باید بل چا ته دا موقع ورنه کړو، چې زموږ کار وڅاري. 
۳. پر داسي لینکونو، چې مشکوک وي او هغه مو یو مشکوکي ویبپاڼې ته داخلوي، باید کلیک ونه کړو، ځکه کېدای سي پر داسي لینک د کلیک کولو او یا داسي شکمن او نابلده ویبسایټ ته د داخلیدو سره سم زموږ پر کمپیوټر انټرنیټي حمله وسي. 
۴. په هغه براوزر کې، چې موږ بېلابېلې پاڼې او یا خپل اکاونټ خلاصو، باید د پاسورډ د ساتلو یا سیو اپشن یې فعاله نه کړو، ځکه کېدای سي انټرنیټي غله دې ته لاس رسي پیدا کړي. 
۵. د هر اکاونټ لپاره باید مختلف، اوږده او مغلق پاسورډونه وکارو. 
۶. ډېري مهال هکران بېلابېلو ایملونو ته په مختلیفو نومونو ایمیلونه استوي او غواړي تاسو په خپلو ایمیلونو کې ورک کړي. دغه ډول ایمیلونه باید ریپلای یا جواب ورنه کول سي. که چیري تاسو دغه ډول ایمیل ته ځواب وایاست؛ نو هکرانو ته به مو د هک کولو موقع ورکړي وي. 
مغلق پاسورډ څنګه دی؟ 
۱. پاسورډ باید تر شپاړسو تورو او عددونو کم نه وي. 
۲. د دې لپاره، چې پاسورډ سخت او مغلق وي، باید د انګلیسي کوچني او لوی توري، عددونه او بېلابېلې نښې په پاسورډ کې موجود وي. د مثال په ډول دا پاسورډ     AfghanNet**#34 
د ۳-۲ اکاونټونو لپاره دومره مغلق پاسورډونه څنګه په یاد کې وساتو؟ 
ډېري کسان تر یوه یا دوه ډېر اکاونټونه لري، چې د دې ټولو لپاره بېلابېل او مغلق پاسورډونه په یاد کې ساتل ستونزمنه خبره ده. د دې لپاره چې دا کار وکړو؛ که خپل ټول پاسورډونه پر کاغذ ولیکو او په یو خوندي ځای کې یې وساتو، ښه به وي. تر دې اسانه او ښه لار دا ده، چې د پاسورډ منیجر څخه کار واخلو. د دې لارې به موږ یوازي یو، یعني د پاسورډ منیجر پاسورډ په یاد ساتلی وي او پاسورډ منیجر به زموږ د ټولو اکاونټونو پاسورډونه په یاد ساتلي وي.
تر ټولو ښه پاسورډ منیجر، چې ډېر خلک ځنې استفاده کوي د لاسټفاس په نوم دی. د دې سیټف لپاره دا لینک کښېکاږئ (https://LastPass.com)  
څنګه کولای سو د خپل  فېسبوک اکاونټ خوندي وساتو؟
که غواړو، چې فېسبوک اکاونټ مو خوندي وي او د هکرانو له خوا پرې برید ونه سي، نو د لاندي څو طریقو څخه په ګټه اخیستنې به مو دا کار کړی وي.
لومړى Confirm your mobile number
د خپل فېسبوک اکاونټ خوندي ساتلو یو ښه لار دا ده، چې د خپل موبایل تلیفون شمېره د فېسبوک د ادارې سره ثبت کړو. د دې ګټه به دا وي، چې که د خپل فېسبوک اکاونټ پاسورډ را څخه هیر یا ورک سي، د فېسبوک اداره به راته نوي پاسورډ د تلیفون شمېرې له لارې واستوي
د فېسبوک د ادارې سره د خپل موبایل تلیفون شمېرې د ثبتولو لپاره لومړى اکاونټ سیټینګAccount Settings  وروسته موبایل Mobile او بیا اډ اپونAdd a Phone  ته ولاړ سئ. 
دلته لومړى د هېواد او وروسته د شبکې نوم او په پای کې خپل د تلیفون شمېره ولیکئ او د Next  تڼيکښېکاږئ. 
اوس د فېسبوک لارښوونې تاقیب او د خپل موبایل له لارې د فېسبوک د ادارې څخه یو پټ کوډ ترلاسه کړئ. دغه کوډ په لاندي کالم کې ولیکئ او د Next تڼۍ کښېکاږئ.
دلته موږ د خپل تلیفون شمېره هم د ملګرو سره شریکولای سو او د دې ترڅنګ کولای سو د فېسبوک فعالیتونه او د ملګرو تبصرې د خپل موبایل له لارې ترلاسه کړو. اوس ستاسو شمېره د فېسبوک د ادارې سره ثبت او که څوک ستاسو د فېسبوک پاسورډ ترلاسه کړي، کولای سي، د SMS له لارې د فېسبوک د ادارې څخه نوي پاسورډ ډېر ژر ترلاسه کړئ.
دوهم Activate Secure browsing, Now
د خپل فېسبوک اکاونټ خوندي ساتلو بله لار سیکویر براوزنګ Secure browsing اپشن دی.
د دې اپشن په فعالولو سره به ټول ناپیژانده ریکویسټونه محدود او هغه کسان، چې غواړي زموږ اکاونټ ته کوم زیان ورسوي او یا مو شخصي معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي، په اتوماتیک ډول به بند سي.
د دې اپشن د فعالولو لپاره لومړى اکاونټ سیټینګ Account Settings ته راسئ.
وروسته په چپه اړخ کې پرسیکویریټي Security باندي کلیک وکړئ.
اوس د سیکیور براوزنګ  Secure Browsingپه برخه کې پر ایډیټ Edit  باندي کلیک وکړئ.
دلته لاندني باکس ټیک مارک او سیو چینجیز Save Changes تڼي کښېکاږئ. 
دریم Disconnect Previous Active Sessions
د فېسبوک په ټولنیزه پاڼه کې یو بل ښه آپشن اکټیو سیزنز Active Sessions دی. دا راته د خپل فېسبوک اکاونټ د تېر او اوس د کارونې وخت او داچې د څه ډول کمپیوتر یا کومې بلې وسیلې له لارې خپل اکاونټ ته داخل سوې یو راښيي. ددې آپشن لپاره لمړى اکاونټ سیټینګ Account Settings وروسته سیکویریټی پیج Security page او هلته لمړى پر اکټیو سیزنز Active Sessions او وروسته پر ایډیټ Edit باندي کلیک وکړئ. 
په لاندني تصویر کې د خپل فېسبوک اکاوټ د کارونې تېر او اوسني وخت، نیټه او داچې د څه ډول وسیلې له لارې اکاونټ ته داخل سوي یو وینو. که غواړو، چې دا معلومات له منځه یوسو، نو پر اینډ اکټیویټی End Activity کلیک وکړئ او په تېر کې اکاونټ ته د داخلیدو وخت او نیټه له منځه یوسئ. دا اپشن موږ ته دا راښيي، چې کوم بل څوک، په بل وخت کې زموږ اکاونټ ته نه وي داخل سوي او پاسورډ خو به مو د کوم چا لاس ته نه وي ورغلي؟
د خپلو اکاونټونو د خوندي ساتلو یو بله طریقه
ډېري براوزران، چې کله پکې د فېسبوک یا ایمیل اکاونټ صفحه خلاصه سي، د یادې صفحې د بندولو وروسته، د دوهم ځل لپاره، چې کله پر براوزر کلیک وسي، که څه هم ادرس مو مخکي لیري کړي وي، خو د فېسبوک یا ایمیل په صفحه کې د فېسبوک یا ایمیل ادرس او یا هم ځینې وختونه پاسورډ اتومات داخل وي. د دې لپاره، چې د فېسبوک یا ایمیل صفحه بیا مخکیني ادرس یا پاسورډ را نه وړې او معلومات مو خوندي وي، په هر براوزر کې د پرایویټ براوزینګ Private Browsing په نوم اپشن سته. ددې اپشن په فعالولو سره به هغه براوزر، چې تاسو د فېسبوک یا ایمیل صفحې خلاصوي، د بیا داخلیدولو پر مهال به براوزر ستاسو فېسبوک یا ایمیل ادرس په اتومات ډول نه ښکاره کوي.
په سفری  Safariبراوزر کې د فېسبوک لپاره د دې آپشن د فعالولو په موخه لومړى سفری Safariاو وروسته پر پرایویټ براوزینګ Private Browing کلیک وکړئ او دا اپشن فعاله کړئ.  
په فایر فاکس Firefox کې ددې اپشن د فعالولو لپاره لومړى ټولز  Tools مېنیو ته ورسئ او هلته پرStart Private Browsing باندي کلیک وکړئ او دا اپشن فعاله کړئ. 
په  ګوګل کروم  Google Chromeکې ددې اپشن د فعالولو لپاره لومړى فایل مېنیو ته ولاړ سئ او هلته پر Incognito  Window باندي کلیک وکړئ. 
د فېسبوک او نورو اکاونټونو د خوندي ساتلو لپاره څو نور معلومات:
۱. هیڅکله په فېسبوک او یا کوم بل اکاونټ کې، د چټ له لارې او یا هم د کومې بلې لارې پر را استول سوو لینکونو تر هغو کلیک مه کوئ، چې په باوري سوي نه یاست. که څه هم هغه ستاسو د ملګرو له خوا څخه وي، ځکه کېدای سي ستاسو ملګری ته هم ځینې وختونه دداسي لینکونو په اړه پوره معلومت نه وي.
۲. هیڅکله هغه ویبپاڼو ته چې د ګډون لپاره ستاسو ایمیل ادرس او پاسورډ غواړي، ترڅو پوره په باوري نه یاست مه ورننوزي، ځکه کېدای سي د دې لارې هم د هکرانو له خوا ستاسو پر اکاونټ باندي برید وسي.
۳. فېسبوک ته تل له دې ادرسه www.facebook.com له لارې داخل سي.
٤. هيڅکله دوو اکاونټونو ته يو ډول پاسورډ مه ورکوئ، ځکه که يو هک سي، د بل د هک کېدو بيره هم سته