پښتون – دتاريخ په ورکوکښې

عجاز خټک
مغربي مشترقينو پښتانومورخينودپښتانوتاريخ سره څومره انصاف کړيدی؟
•ستاسوپه خيال د پښتانوداصل نسل په لړکښي کوم داسې مسند تاريخ شته چې دتاريخ يوطالبعلم پري باور کولي شي ؟
•وائي چه قيس عبدالرشيد سره ددوه اويا پښتانودپيغمبرعليه السلام سره ملاقات کړی او ايمان ئې پرې راوړي نو سوال دا پيدا کيږي چه دا اويا کسان په صحابه کرام کښې نه دي شامل ؟ آخر ولې ؟
•پښتانه بنې اسرائيل دي او که آريا ؟ او د دغو دو نه علاوه ځان له څه بل څه حيثيت لري ؟
•پخواني پښتانو بادشاهانوکولې شوچه دپښتانه مورخين ئې دې ته لمسولي وې چه دپښتانو يومستند تاريخ او ليکې او د هغوي ئې مالي او سرکاري سرپرستي کړي وې خو هغوي داسې نه دي کړي ولې ؟
•په راتلونکي کـښې د دې خبرې امکان شته چه په مختلفو سياسي ګوندونوکښې ويشلي شوي پښتون صرف او صرف دپښتون په نوم متحد شي ؟
•دتعليم په ميدان کښې عام پښتانه او په خصوصي توګه قبائلي پښتانه ورسته پاتې ياديږي داسې ولې شوي دي ؟
•دسائنس او ټيکنالوجي په دې نوي دوراو ډيرپه تندۍ سره بدليدونکو حالاتوکښې تاسو پښتانه په کوم مقام ګورۍ او نړيواله کلي کښې به څه حيثيت ولري ؟
•پښتوژبه ولې پاتې ده او نورو نړيواله ژبولکه انګريزې ، فرانسسي ، چيني وغيره او ملک دننه نورو علاقائي ژبو سره مټ په مټ روانه نه ښکاري ددې څه اسباب کيدې شى
•پښتانو له څه کول پکار دي ؟ څه پيغام ورکول غواړئ