په موټر چلولو کې د نړۍ ترټولو خطرناک هېواد

په سعودي عربستان کې په هر ساعت کې يو ځوان هلک يا جينکۍ د موټر چلولو په پېښه کې ددې هېواد د سړکونو په سر يا په روغتون کې ژوند له لاسه ورکوي چې له امله يې د خبرونو پر بنسټ سعودي عربستان د موټر د ټکر او اوښتلو په پېښو کې د نړۍ په تر ټولو خطرناک هېواد بلل کېږي او د لړ په سرکې ځاى لري. د رياض د موټرچلولو او لارښوونې ادارې د راپور پر بنسټ ددې پېښو زياتره قربانيان د٢١ او ٢٥ کلونو تر منځ ځوانان دي له دې وروسته  د٢٦  تر ٣٠ کلونو په منگ پاخه ځوانان دي.   سعودي عربستان  له تېرو شلو کلونو راهيسې د موټر چلولو په بد لړکې ځاى لري ددې پېښوعمده لامل د ځوانانو له خوا د موټر له حده ګړندى چلول او ټرافيکي نښې په پام کې نه نيول دي چې د سعودي عربستان زياتره وګړي يې چندان په کيسه کې نه دي.