د سولې پیغام

له ډیرې مودې راهيسې وینم چې په بیلابیلو رسنیو کې د ځینو (ډیرکم شمیر) هغه اشخاصو او خلکو لخوا چې ځانونه متمدن ، مهذب ، باسواده ، چیزفهم ، مدني فعالان ، ازاد لیکوالان او د رايې او نظر خاوندان بولي پرجمعیت اصلاح د پردیپالنې ټاپې لګوي؛ نه یواځې ټاپې بلکې په ډیره سپکه لهجه ښکنځل کیږي.
 له حکومته غوښتل کیږي چې دا مدني حرکت بند کړي ، افراد یې ونیسي ، له خپله فکره یې توبې ویستلو ته اړ کړي او یا یې هم له هیواده وشړي .
 دا په داسې حال کي ده چې همدغه اشخاص د بیان او فکر د ازادۍ نارې سورې هم وهي . ددوي په مقابل کې د جمعیت اصلاح مشرتابه تل د حوصلې ، دروندوالي او درګذشت معامله کړی ده خو ځوانانو یې بیا دغه مهذبو ، متمدنو او د بیان او فکر د ازادۍ علمبردارو اشخاصو ته معقول ځواب ویلی؛ نه یې ښکنځلی کړي او نه یې هم بدرد ويلي، نه یې د چا د اعدام فتوا ورکړی او نه یې هم د کوم مدني حرکت د بندولو غوښتنه کړې ده.
 د هغوي عقلونه یې مخاطب کړي ، د شعور دروازه یې ورته ټکولې اوهغوي یې مشترکاتو ته رابللي دي.
 زه د جمعیت اصلاح د یو غړي په توګه دغه وروڼو ته چې د جمعیت اصلاح افغانستان پرخلاف سپکه خوله خوځوي او یا هم د پردیپالنې ټاپې وهي؛ یو څو سپارښتنې لرم هیله لرم چې د یو واقعي مهذب او باشخصیته کرکټر لرونکی شخص په توګه دغه لنډه لیکنه په سړو مغزو تر اخره ولولي.
 نه یې له مخې وغورځوي او نه هم د لوستلو وړاندې ورته زړه راتنګ کړي.
1. داچې هیواد موله څلويښت کلنه ناورینه ځوریږي او له بده مرغه لا یې هم د ددغه خونړي جریانه د راوتو کومه روښانه نښه نه ترسترګو کیږي، نو راځئ ددې پرځای چې مونږ یې لاپسې د یو بل باالقوه ناورین خواته ټیل وهو، هڅه باید وکړو د کرکې پرځای مینه خپره کړو، د یوبل د حذف کولو پرخای خپلو کې مشترکات ولټوو.
 د همغه ډ یموکراسۍ او د بیان د ازادۍ د ارزښتونو خیال وساتو چې ستاپرې ایمان او باور دی، مخالف نظر وزغمو او د سپکو سپورو پرځای یو بل د خبرو اترو میز ته راوبلو.
 زه هیڅکله له تا څخه دا نه غواړم چې ته ارومرو زما نظر ومنه خو له تا دا هیله ضرور لرم چې د اختلاف فرهنګ او اداب باید مراعت کړو، کم تر کمه ماته دا حق راکړه چې زه هم په ازاد ډول خپل نظر ولرم او بیان یې کړم .
2.راځه په هر پلیټفارم چې غواړي زه درسره د مینې، ورورولۍ او هیواد پالنې په فضاء کې هر ډول منطقی بحث، خبرو اترو اومناقشې ته حاضریم.
 3. زه په هره  کچه ،دملت په عمومي محضر کې ، د قضایی او عدلي مقاماتو په وړاندې ، د ملت د استازو په مخکې او یا هم د رسنیو په میز باندې حساب ورکولو ته حاضر یم خو ته به هم حساب ورکوي ، زه به د خپلو کړنو ، د خپلو مالي امکاناتو او خپلو شعارونو ، نارو او فکر حساب ورکړم خو ته به هم د ملت د ارزښتونو په تله د خپلو کړنو حساب ورکوي .
 4. راځه د یو ریښتیني مهذب انسان په توګه لومړی په دې سره توافق وکړو چې بحث به کوو، خبرې اترې به کوو، خو ښکنځلې به نه کوو ،کرکه به نه خپروو، که اسناد لرو باید ښکاره یې کړو، عدلي او قضایی ارګانونو ته مراجعه وکړو ،د ملت له استازو سره یې شریک کړو ، نیغ په نیغه یې د ملت سره شریک کړو، خو درواغ به نه وایو ، خپل ضمیر ته به ځان نه ملامتوو ، هسې غونډاري به نه رغړوو بلکې د نارینه په څیر به په ښکاره یو دبل سره خبره کوو. په مستعارو نومونو او اکاونټونو به فیسبوکي ناولی جګړه پرمخ نه بوځو هغه د خیبر افریدي شعر دی:
 خلک چې نښه ولي ګوري ورته
 تاچي مخ پټ کړلو ګوزار دې وکړ
 5. زما وروره!  د فکر يا ختلاف  سره سره زه اوته ډیر مشترکات سره لرو راځه پر هغه سره اتفاق وکړو ګوندې د انورمسایل هم په کرار کرارسره حل شي.  زما اوستا مشترکات  اوګډ ټک يدادي: د تعلیم خپراوی ، د سواد عام کول ، د ښځو د حقوقو عملي کول ، د هیواد روان ناورین او جګړې ته د پای ټکی ایښودو لپاره د ولس شعور راویښول ، ځوانان کار او ابتکار ته هڅول ، د کونډو ، یتیمانو او بې وزلو سره د مرستې میکانیزم رامنځ ته کول ، د یو ښکلی ، مهذب او متمدن افغانستان د درلودو په هیله د ولسونو ترمنځ د کرکې فضا په مینه بدلول او په پای کې راځه ! د ټولنې د ستر پاټکی او لوي قشر د حذبولو پرځای د هغوي د منلو زغم په ځان کې پیدا کړو ، فکري اختلاف په قلمي جګړه وانړوو او بیا یې ټوپکوال ناورین لورته ټیل نه ووهو بلکې راځه د قلمونو ترمنځ سوله وکړو، مخالف نظر ته د ټول اختلاف سره سره په درنده سترګه وګورو او د خبرو د میز پر سر خپل هرڅه حل کړو نه د Mark Zuckerberg په دسترخوان !!!